جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کندهار د میرویس نیکه پوهنتون پر محصلانو ډزې وکړې

طالبانو د کندهار د میرویس نیکه پوهنتون پر محصلانو ډزې وکړې

تاند(شنبه- د جدي ۳ مه) طالبانو نن په کندهار کې د میرویس نیکه د خصوصي پوهنتون د محصلانو د لاریون د ځپلو لپاره پر هغوی ډزې وکړې.

په خواله رسنیو کې په خپره شوې ودیو کې ښکاري چې د پوهنتون محصلان د ازموینو پر مهال د طالبانو له لوري وهل کېږي.

دغو محصلانو وروسته له دې د طالب وسله والو له لورې له تاوتریخوالي سره مخامخ شول چې دوی وغوښتل د نجونو محصلانو په اړه د طالبانو د ورستۍ پرېکړې په اعتراض کې د ازموینو له ورکولو ډډه وکړي.

راپورونه وايي، په داسې حال کې چې محصلانو له میرویس نیکه پوهنتون څخه د طالبانو د زور زیاتي له وېرې د تښتېدلو هڅه کوله طالب وسله والو پرې ډزې وکړې.

تر اوسه د ډزو په نتیجه کې محصلانو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره ورځ هم د یاد پوهنتون نجونې محصلانې هغه مهال کلابندې شوې، چې غوښتل يې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پر شد اعتراض وکړي.

8 COMMENTS

  1. دا هیواد خو ملا، ملک، خان، سیاستمدار، نظامي، چڼي، قومي مشر او قومي کشر دا ۵۰ کاله تیکه تیکه کړ او په مختلفو نومونو یې د تقسیم کوښښ وکړ. چا د کمونیست په نوم پردۍ نظریه دې هیواد ته راوارده کړه، چا د مجاهد او اخواني په نوم او په اخر کې بې علمه او جاهل ملا د پنجابي نیمچه دین په مونږ د تپلو عزم کړی او د ټولې اسلامي نړۍ چې حتی دین موږ ته د هغوی نه راغلی سرغړونه کوي. هر چا په وارده شوې نظریه هم ځان وژلی او هم یې هیواد او خلک تباه کړي.
    ددې نه مخکې چې پنجابۍ نظریه اوج ته ورسي او هیواد تورې او سنګي دورې ته بوځي، اوس وخت د افغاني نظریې د ژوندئ کولو دی او زمونږ سترګې یواځې متعلمینو او محصلینو ته دي. همدا وخت دی چې د ټول هیواد شاګردان سره یو یو موټی شي او د لږ وخت لپاره د قلم پر ځای ټوپک ته لاس کړي او د سوچه افغاني نظرې په اساس دا هیواد د تیرو وباسي او ټولې پردۍ نظرې لرونکي خپلو بادارانو ته ورولیږي. لږ عزم او همت وکړئ ټول ملت او نړیوال به ستاسو شاته ودریږي. ستاسو نه علاوه نور بل څوک نشته چې ځپل شوی ملت سترګې ورواړوي.

  2. سلیمان صاحب،
    له نظره مو ډېره مننه. مونږ په دې څلوېښت کلونو کې ټوپک و ازمایه، نتیجه یې يوازې افغان وژنه وه. نور بس ده، پرېږدئ چې خلک خپل درخواست په سوله اېزو مظاهرو کې وغواړي. د طالب جګړه هم تېروتنه وه، نورو تېروتنو ته ضرورت نشته. بهترینه وسله او مبارزه ولسي سوله اېز پاسونونه دي. ډېره بخښنه غواړم.

  3. پتنګ صاحب ستا سره سل فیصده موافق یم خو بدبختانه د افغانستان په تاریخ کې هیڅکله موضوع په سوله نده حل شوې. هر نظام د ټوپک په زور راغلی او د ټوپک په زور لمینځه تللې او سولیز مبارزین د تړلو چرګانو غوندې قرباني شوي. هیڅوک هم د جنګ طرفدار ندي ځکه یوازې وینه تویونه ده مګر د بده مرغه افغانانو ته ټوپک د قلم پرځای د تاریخ په اوږدو کې مثبت ثابت شوی او دا هم زمونږ لویه بدبختي ده. اوس که طالب وګورې یو دلیل او منطق نه مني یوازې زور چلوي.

  4. سیلمان صاحب،
    زه د طالبانو سر سخت منقد او مخالف یم. او په دې هم باورمند یم چې اکثره طالب مشران د پاکستان لاسپوسي دي. خو تر کومه به يو بل په ټوپک ورکوو. زما او د طالب کړنلاره به همدا کرښه بېلېږي چې زه به ټوپک تر وروستۍ حده نه کاروم. افغانستان په يو مبهم حالت کې دی. په دې حال کې چې هرڅه نامعلوم او ګډود دي د توپک کارول فکر کوم له وخته مخکې پرېکړه وي. نو ښه به وي چې لږ صبر وکړو او په حوصلې تصمیم ونیسو. ځکه کله چې مونږ ټوپک کارولی له یوې بلا نه په بلې بلا اوښتی یو. ستاسې خبرې کاملا د درک وړ دي. هیله کوم په استدلال مې خفه نشئ.

  5. د وروڼو صمیمانه بحث او تبادل نظر می خوښ شو دا ډول مودبانه منطقی استدلال د ستاینی وړ دی ، نو زه هم خپل نظر تاسی سره شریکوم ۰
    دا چي طالبان ځان په ظاهره کی ملایان او علمای دین بولی او غواړی چي دین پر ژوند حاکم شی، صحیح ده،ملت له دین سره مشکل نلری ، ځکه په لوی تاریخی جهاد د شوروی د یرغل په وړاندی مالی او ځانی حیرانوونکی تاریخ ساز قربانی ،شکنجی ، زندانونه ، میلیونی شهیدان ، قتل عام
    او د ستالینی روش پیروانو هغه ظلم و ناروا چي ځمکه او اسمان ورباندی لعنت وایی، لوی او ډیر ثقیل امتحان ورکړی ، نو دملت په ایمانداری او اسلام کی شک ، بی خبری او یا هم عناد دی ، عقیده او ایمان نسوار یا سګریت
    ندی چی ترک یا بدل شی۰
    اوس که طالبان ریښتونی وی په اسلام کی ،نو بایدکوم اختلاف چي دوی سره ملت او ا مت یی لری،
    د خلکو خبری ، علمی او شرعی انتقادونه نباید په بد و رد یا ټوپک او ټانک ځواب کړی؛الله جل جلاله لارښوونه کوی ؛ فان تنازعتم فی شیء فرده الی الله والرسول ان کنتم تومنون بالله والیوم الاخر ۰۰۰۰۰
    او بیا مومنانو ته وایی ؛ فاصلحوا بین اخویکم۰۰۰۰
    نو دا د ملت او امت شرعی حق دی چي دی اختلاف کی ،مصلحین فیصله وکړی ،د ملت منل شوی
    علما او د امت مصلح علما۰
    او که دا قرانی حل څوک نه منی بیا هم پر خپل بدوی عقدوی یا استخباراتی اوامرو ټینګار کوی ،نو دلته بیا موږ باید پرینږدو چی جاهلی بدوی عقدی او پنجابی استخبارات ، افغان مسلمان او اسلام بدنام
    کړی ،خو اول یی د علم ، دین او منطق میدان کی ماتول یی ضروری دی ،بیا وروسته به ګورو چي مصلحین د ملت او امت څه فیصله کوی۰
    اوس هم دډوی فرمانونو او سخیف جاهلی دریځ ډیر خوشبین خلکو ته یی ټکان ورکړی حتی په خپله
    طالبانو کی هم کوم چي په رښتیا دینداری او اعلای کلمه الله غواړی،ځکه دغه محدودی استخباراتی ملیشی ، دا جاهلی دستورات تر محدودو اجیرانو منحصر او د ملا او دین تر لباس لاندی پټ وی ۰

  6. وایی لنډه لار او اوږده مزلونه:
    دولس او ملت زعامت له هرڅه څخه مهم دی او لومړیتوب لری . دغه لومړیتوب زعامت، ظرفیت . رسالت او مسلک رامنځ ته کوی. دلته دافغا نانو تر منځ د ټاپو وهل ځای نه لری وایی داوښ په څښتن زور نه رسید خوله یی په موړه لګوله. ملت نور داکار باید ونه کړی.
    ولس حق لری چې دملا ندیم څخه د څلورو دلایلو قناعت ورکونکی ځواب واوری کوم دلایل چې ده په مرکه وویل دمنلو وړ نه دی. دادهغه مسولیت دی چې دحل لاره یی وموندی.
    خپلې خاورې دی په کورنی ،اسلامی، نړیواله کچه کورکورانه په بل چا نه ور اچوی. هره مرکه او وینا اصول ،ضوابط روابط ، او اداب لری زموږ ولس الحمد لله نه ړوند او نه کوڼ دی!
    په اسلامی عرف کې که چېرې یو مسلمان دچارک اهلیت او توان نه لری هغه په کوم منطق او استدلال بیا خروار پیټی ته شاورکویی. دګټې او شهرت لپاره؟
    مګر الله ج نه. دی فرمایلی : لیس للا نسن الا ما سعی
    دلوړو تش په نوم ګوډاګی ټول ولس په تورو نخودو پسې استوی او خپله دشپږم ټولګی پوهه نه لری. دا له تعلیم سره ستره جفا او خیانت دی هیڅ منطقی توجیه نه لری.
    دلوړو تحصیلاتو په ندامت لاهم دتحصیل په اهمیت نه پوهیږی او ژر تر ژره باید لرې شی.

  7. سلامونه
    د ورور ډ.همت په تایید او هم د سلیمان خان او پتنګ په پولمیک یا قلمي بحث او جدل لکه همت صیب څې ویلي ایکاش ټول افغانان د شکنځلو او یو بل سپکولو یا ټاپو وهلو پر ځای علمي او منطقي ناندرې ووهي بهتره به وي.
    د قهرمان قندهار محصلینو او د نورو وطني او بینالمللي پوهنتونو پر ضد غیر ې انساني، غیرِِافغاني او اسلام د سپیڅلو ارشاداتو ضد کړنو ،وهلو، شکنجو او ځورونو سخته غندنه کوو او له چارواکو غواړو چې د ولس په سترګو،غوږو او اذهانو دې خاورې نه شيندي او له خپلو مارګاریت تاچر د شاګردانو له کچرو دې راکوز او پګړئ دې او پکولونه دې پر میزونو کېدي او افلا ټتفکرون؟ افلا تعقلون؟؟ افلا تذکرون؟؟؟ له قرآني ارشاداتو تفسیر دې ځانونو ته متوجه کړي !آیا د الازهر،اندونیزیا، مالیزیا، تورک او فارس له علماوو دوی ښه پوهیږي؟؟؟. د سړي زړه چوي چې نه خپله پوهېږي نه د بل یانژدې خپل مني؟؟؟

  8. که څه هم د طالب سره د منطق کارول په هاونګ کی د اوبو کوټلو غوندی بی ګټی کړنه ده خو سره لدی طالب جان ته د څو لنډو ټکو یادوَنه:
    طالب وائی چی دنیوی علم فرض نه دی او فقط د دینی علم حصول فرض دی نو پوښتنه دا ده چی نن ورځ د طالب حاکمیت د ” توپک ” په زور چلیږی او توپک د دنیوی علم محصول دی بناً طالب باید توپک لیری وغورځووی (هغه وخت ولیدل سی چی طالب د وولس په وړاندی د مقاومت توان لری که نه؟ ).
    بله دا چی لومړنی ” فرض ” څیز همهغه ” ژوندون ” دی یعنی ژوندون د ټولو فرضیاتو او واجباتو ستون دی.
    د فرائضو او واجباتو ترک ( البته نه د انکار په نیت) د خُلدالجهنم باعث نه ګرځی خو د ځان او بل وژنه د ابدی جهنم مستوجب ګرځی بناً ” ژوندون ” او د ژوندون د بقاء لپاره تلاښ په دنیوی اسبابو د چمتو کولو توان لری او بس البته دا اسباب په مدرسه کی نه بلکه په مکتب او بازار او ښار کی د حصول وړ دی حتی د مدرسی او مسجد او مُلا د دینی موادو برابرول او تولید هم د مکتب او علمی مرکزونو د فعالیت نتیجه ده.
    نو حاکم طالبه!
    د دواړو جهانو د رسوائی او تورمخی څخه د نجات او خلاصون لیاره فقط ددې حقیقت منل دی چی:
    د دین سمون د دینا او د دنیا سمون د دین د سمون سره مستقیمه اړیکه لری او یوازی په متحجرانه دین اعتصام خپله د دین د ماتی او ناکامی لامل ګرځی.
    په پای کی په ډیر درنښت او احترام عرض کړم چی:
    طالب جانه! ستا او ستا د انګلوساکسونی بادار ادی ګانی پر خره باندی چپه در کینوم ، د ګوزی زامنو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب