جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه

طالبانو په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه

تاند (شنبه، د جدي ۳ مه) د طالبانو د اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو او ادارو ته امر کړی چې ښځینه کارکوونکې تر بل امره پورې په کور کښېنوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یه اعلامیه کې ویلي، د دې لپاره چې د کورنیو او بهرنیو موسسو د کارونو او لارښوونو د انسجام چارو مسوولیت د دوی دی نو ټولو غیرحکومتي کورنیو او بهرنیو موسسو ته هدایت کېږي چې د خپلو ټولو ښځینه مامورینو کار ودروي.

دا وزارت د خپلې پرېکړې د دلیل په توګه وايي چې په وروستیو کې یې داسي شکایتونه اورېدلي چې ګواکي په غیردولتي موسسو کې اسلامي حجاب او د امارت نور مقررات او قوانین نه رعایت کېدل.

د طالبانو حکومت په نړۍ کې یوازینی دولت دی چې اساسي قانون اونور قوانین نه لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې که غیرحکومتي موسسې د دوی امر ونه مني د فعالیت جواز به یې واخیستل شي.

طالبانو دا پرېکړه ۴ ورځې وروسته له دې وکړه چې نجونې یې له پوهنتوني زده کړو منع کړې او د دوی دا پرېکړه په افغانستان او نړۍ کې له سخت مخالفت سره مخامخ شوه.

3 COMMENTS

  1. دی خرو عمر ډیر کم پاتې ده دا ځل به یې څوک دې جومات په څنډه کې به هم ځاې ور نکړی او خپلې پګړې دې پټول ځاې به هم نلری ټول ځوانان باید بیدار اوسې او دې خینزیرانو دې تښتې وخت کې دې رحم نکویې او لکه سپې دې دا ځناور مردار کړې

  2. فکر کوم چې ملا ندیم او ملا دین محمد حنیف ته په چلم کې چا د تباکو په ځای چرس یا شېره ورګده کړې. چه په سد شي پوه به شي چې څه غول یې خوړلي.
    په بله عباره، د خرتوب سیالۍ ده، تر اوسه فقط دو مشهور ګدون کوونکي لري چې نومونه یې پاس ذکر شوي. وبه وینو چې په دې سیالۍ کې بل کوم طالب مشر خپل نوم لیکي. تر بل اعلانه

  3. ان شاءالله ، داسې ورځ به راشې چې ټولو چړیانو او لوطیانو به ږیرې خرېلي وي ، که څوک پوښتنه ترې وکړې چې چړي مو نه دی لیدلی ، دوی به وایي ، چې بعضې داسې لاړل او بعضې داسې لاړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب