Homeخبرونهد امریکا لوی درستیز له طالبانو او ولسمشر غني سره پر اوربند...

د امریکا لوی درستیز له طالبانو او ولسمشر غني سره پر اوربند خبرې کړي

تاند(پنجشنبه، د قوس ۲۷) د امریکا لوی درستیز مایک میلي په قطر کې د طالبانو له مرکچیانو او په کابل کې د افغانستان له ولسمشر سره کتلي دي.

د میلر د کتنو په اړه، چې مخکې یې کړي، د ده دفتر نن (پنجشنبه) خبر ورکړ.

امریکايي رسنیو ویلي چې مارک میلي په قطر کې د طالبانو له مرکچیانو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د پرمختګ پر امکاناتو خبرې کړي.

د امریکا د لوی درستیز دفتر ویلي چې لوی درستیز د تاوتریخوالي د فوري کمېدو او د خبرو له لارې د پرمختګ د چټکتیا غوښتنه وکړه او دا یې د سیمې د ثبات او د امریکا د ملي ګټو لپاره مهمه وبلله.

جنرال میلر د اسوشیتیدپریس خبري اژانس خبریال ته، چې له ده سره په سفر کې ملګری و، ویلي«د خبرو تر ټولو مهمه برخه چې ما له دواړو خواوو طالبانو او د افغانستان له حکومت سره لرلې هغه د فوري اوربند اړتیا وه. نورې ټولې چارې له دې (اوربند) سره تړاو لري.»

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې له طالبانو سره د جنرال میلر د سې شنبې د ورځې نااعلان شوې کتنه د ده دوهمه کتنه وه. تر دې وړاندې یې په جون میاشت کې له طالبانو سره لیدلي وو خو تراوسه یې خبر نه و خپور شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...