سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهچارواکي: بدخشان کې د طالبانو یو خطرناک قومندان نیول شوی

چارواکي: بدخشان کې د طالبانو یو خطرناک قومندان نیول شوی

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۷) د بدخشان ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د طالبانو د یوه خطرناک قومندان د نیول کېدو خبر ورکوي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وايي، ګډو امنیتي ځواکونو نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې ددغه ولایت د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات کړي دي.

د ښاغلي روحاني په خبره، ددې عملیاتو په پایله کې د طالبانو ډلې اړوند د یوې ۲۵ کسیزې ډلې سرګروپ قاري زبیر له خپلو څلورو نورو ملګرو سره یو ځای نیول شوی.

یاد طالب قومندان له امنیتي ځواکونو سره تر درې ساعته نښتې وروسته نیول شوی.

نوموړی زیاتوي، قاري زبیر له څو کلونو راپدېخوا په دغه ولایت کې د لاسي او بوشکه یي بمونو د جوړولو مسؤلیت درلود.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې دغه نیول شوي طالب سرګروپ په تېرو څو کلونو کې په بدخشان کې د چسپکې او بوشکه یي بمونو په وسیله لسګونه دولتي سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.

تر دې وړاندې د بدخشان والي محمد ذکریا سودا ددغه طالب قومندان د نیولو لپاره انعام ټاکلی و.

اوسمهال د بدخشان چارواکي هیله مند دي چې د قاري زبیر په نیول کېدو سره به په دغه ولایت کې د مقناطیسي بمونو په پېښو کې کموالی راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب