پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeداسې هم شتهساینسچینايي ستوربېړۍ د سپوږمۍ خاوره مځکې ته راوړه

چینايي ستوربېړۍ د سپوږمۍ خاوره مځکې ته راوړه

تاند(پنجشنبه، د قوس ۲۷) چینايي ستوربېړۍ بالاخره مځکې ته راستنه شوه او د سپوږمۍ د خاورو او ډبرو نمونې یې راوړې.

دا له ۴۰ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې له سپوږمۍ څخه د خاورو او تیږو نمونې مځکې ته راوړل کېږي.

چانګ ۵ ستوربېړۍ تېره شپه د چین په منګولیا کې کښته شوه. پر مځکه د کښېناستو په مهال یې پراشوت پرانیست چې ورو کښېني.

دې ستوربېړۍ په سپوږمۍ کې ۶ فوټه سوری جوړ کړ او ۴ اعشاریه ۴ پونډه خاورې او تیږې یې ټولې او مځکې ته راوړې.

د لومړي ځل لپاره انسان د ۱۹۶۹ د جولای په شلمه پر سپوږمۍ پښه کېښوده او د هماغه کال د جولای په ۲۱ نېټه بېرته راستون شو.

نیل ارمسترانګ د دې سفر په لړ کې ۲۱ ساعته او ۳۶ دقیقې په سپوږمۍ کې تېرې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...