یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد سولې خبرو له دویم پړاو مخکې د ملي روغې جوړې عالي...

د سولې خبرو له دویم پړاو مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا دویمه ناسته دایرېږي

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۷) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د سولې خبرو دوهم پړاو کې به د اوربند په ګډون پر یو شمېر مهمو او اساسي موضوعاتو بحثونه وشي.

ښاغلي عبدالله چې نن یې په کابل کې د سولې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه یوې جوړې شوې ناستې ته وینا کوله وویل، د سولې پروسه یوې حساسې مرحلې ته رسېدلې ده او افغانان د یوې ښې پایلې په هیله دي.

نوموړي وویل، دوی هیله لري چې دا خبرې په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د راتلو سبب شي.

هغه زیاته کړه، تر ټولو مهمه د بین الافغاني خبرو پیل و، او اوس چې دغه بهیر پیل شوې ټول افغانان د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکي دي.

دده په وینا افغان حکومت ددې په هیله چې په افغانستان کې به روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړل خو زیاتوي چې د بندیانو خلاصون هېڅ پایله نه ده ورکړې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر وايي، د طالب زندانیانو له خلاصون سره سره مقابل لوري تاوتریخوالی لا پسې زیات کړی چې دا چاره هېڅ افغان ته د منلو وړ نه ده.

عبدالله عبدالله د مذاکراتو له لارې د راوان بحران پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دواړه خواوې باید په دې پوه شي چې جګړه او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل، هڅه کوي څو چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیلېږي، د ملي روغې جوړې دویمه ناسته هم تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونو د سولې په خبرو کې د درې اونیو د وقفې خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې دویم پړاو مذاکرات د راتلونکې جدي میاشتې په ۱۶ بېرته پیل شي، خو دا چې دویم پړاو مذاکرات به چېرته وي تر اوسه یې د ځای په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي.

د حکومت د مرکچي ټیم مشر معصوم ستانکزي او غړیو یې په کابل کې له عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال وویل چې په نژدې راتلونکې کې به د دویم پړاو مذاکراتو ځای مشخص شي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله له خپله طرفه څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې د هېواد په داخل کې چېرته چې دوی وغواړي افغان دولت به ورته امکانات برابر کړي او خبرو ته به ورسره کېني.

په ورته مهال له قطر څخه بېرته کابل ته د راغلي افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي چې د حکومت له مشرتابه، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو له بیلابیلو قشرونو سره یې د سولې اړوند خپلې سلا مشورې پیل کړي دي او زیاتوي چې دغه مشورې کولی شي په افغانستان کې د سولې راتلو او د جنګ پای لپاره لاره پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب