شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد علي وزیر نيول کېدل او د پاکستاني حکومت پر وړاندې د...

د علي وزیر نيول کېدل او د پاکستاني حکومت پر وړاندې د یوشمېر پښتنو غبرګونونه

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۲۷) د پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په نيول کېدو پښتانه په غوصه شوي.

په ټولنيزو رسنیو کې د پاکستان د حکومت پر ضد د پښتنو غوصه داسې مهال راپارول کېږي چې، علي وزیر تېره ورځ پاکستاني پولیسو ونيوه او نن یې د سند پولیسو ته وسپاره.

ګڼو پښتنو په خپلو پاڼو دعلي وزیر د خوشې کېدو پيغامونه خپاره کړي دي.

دوی لیکلي پاکستان نه شي کولای د علي وزیر په زنداني کېدو د دوی غږ خپ کړي.

په ټولنیزې ميډيا فېسبوک ، ټويټرکې پښتنو له پاکستاني حکومت نه غوښتي چې ژر دې علي وزیر خوشې کړي.

مصطفی عمري په خپل ټوېټر لیکلي «موږ دعلي وزیر ژر تر ژره خوشې کېدل غواړو!»

امتیازبېټني بیا پاکستاني حکومت ته په خطاب په خپل ټوېټر کې لیکلي « مونږ د ګولیو نه یو وېرېدلي نو ستاسو له ګرفتارۍ به څه ووېرېږو.

اسحاق بیا لیکي « یو وخت به یې حساب کې راولم چې ولې مو علي وزیر له حق نارو را ګرځاوه»

بلال پښتون بیا په يوه بیت کې ویلي:

« چې زلمي کله مئين په هتکړۍ شي

هر طرف ته بیا نغمې د آزادۍ شي»

سایره افغان لیکلي « ضعیف ریاست نشي کولی د مظلومانو رهبرانو خبرو ته غوږ کېږدي.»

په زیات شمېر نورو هم په لر او بر کې د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

علي وزیرپه دې نوم نیول شوی چې نوموړي  په کراچۍ کې د دسمبر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې غونډې ته په خپله وينا کې د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ او پوليسو ضد خبرې کړي او دوی ته یې سپکاوی کړی دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://taand.net/%d8%b9%d9%84%d9%8a-%d9%88%d8%b2%db%8c%d8%b1-%d9%86%d9%86-%d8%af-%d8%b3%d9%86%d8%af-%d9%be%d9%88%d9%84%db%8c%d8%b3%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%88%d8%b3%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%84-%d8%b4%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب