یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاسفندیار؛ د پاکستان ريښتنی اقدام افغانستان سولې ته رسولی شي

اسفندیار؛ د پاکستان ريښتنی اقدام افغانستان سولې ته رسولی شي

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۲۷) د ملي عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان دکابل او اسلام آباد ښې اړيکې اړينې بللې دي.

نوموړی وایي په سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ ښې اړیکې ډېرې مهمې دي.

اسفندیار ولي خان زیاتوي چې افغان سوله په پاکستان کې د سولې په مانا ده او په وینا که چېرته پاکستان وغواړي افغانستان سولې ته رسېدلی شي.

د ملي عوامي ګوند مشر پر سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو هم غږ کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې بریا کې خپل رغنده رول ولوبوي.

اسفندیار ولي خان په کوزې پښتونخوا کې د ډېرېدونکي نا امنۍ په اړه هم اندېښنه ښودلې.

هغه ویلي د پښتنو په خاوره یو ځل بیا ترهګرسره منظمېږي او پاکستاني دولت ته په کار ده چې، د ملي عمل پلان په بشپړه توګه عملي کړي.

اسفندیار داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغان ولسمشر او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم د ټیلفوني اړيکې له لارې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې دواړو لوریو په دغه ټلیفوني خبروکې د سولې پروسې په اړه د خبرو پرمهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

سرچینې زیاته کړې چې، د پاکستان صدراعظم عمران خان ژمنه وکړه چې هیواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په موخه مرسته وکړي.

ولسمشرغني او د پاکستان صدراعظم عمران خان داسې مهال پرافغان سوله خبرې کوي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی دا مهال په اسلام اباد کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب