یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر نن د سند پولیسو ته وسپارل شو

علي وزیر نن د سند پولیسو ته وسپارل شو

تاند (پنج شنبه، د قوس ۲۷) د پښتون ژغورنې دغورځنګ مخکښ غړی علي وزیر تېره ورځ د پېښور پوليسو نیولی وو او نن يې د سند پولیسو ته وسپاره.

د پي ټي اېم وکیل فرهاد اپريدی وایي، علي وزیر نن پولیسو ته وسپارل شو.

ویل کېږي علي وزیرپه دې نوم نیول شوی چې نوموړي  په کراچۍ کې د دسمبر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې غونډې ته په خپله وينا کې د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ او پوليسو ضد خبرې کړي او دوی ته یې سپکاوی کړی دی.

د پي ټي اېم مخکښ غړی ميرکلام وزير وايي:« يوه خبره دا چې په علي وزير مقدمه په کراچۍ کې شوې خو په پېښور کې ونیول شوه.»

دی وایي له دې څخه د پاکستان موخه دا ده چې دوی هڅه کوي د پښتون ژغورنې غورځنګ له خېبرپښتونخوا پولیسو سره مخامخ کړي او د دوی ترمنځ ستونزه رامنځته کړي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د علي وزیر او د غورځنګ د نورو بنديانو غړو د خلاصون په اړه تګلاره اعلانوي.

منظور پښتین هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې نن ماسپښين درې بجې د همدې موضوع په تړاو په ټولنیزه ميډيا کې په ژوندي بڼه راځي.

پښتین تېره ورځ هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې: «د علی وزیر په پشاور کې د پولیس له خواه ګرفتاری د ریاست د جبر پالیسی تسلسل دائ. د خپلې خاورې د سولائیز ژوند د پاره به زمونږ مباریزه دوام لری. د دې ناوړی عمل خلاف به تحریک خپله تګلاره اعلان کوی.»

کلونه کېږي چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پښتنو د حقونو لپاره پاڅونونه کوي او مبارزې ته یې دوام  ورکړی دی.

د دې غورځنګ مشران وایي دوی به تر هغې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ترهغه چې پاکستانی حکومت له خپل ظلم نه لاس وا نخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب