یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاوچا؛ روان کال د جګړو له امله ۳۲۷ زره افغانان بې ځایه...

اوچا؛ روان کال د جګړو له امله ۳۲۷ زره افغانان بې ځایه شوي

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۲۷) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وایي چې، روان کال زرګونه افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي او په سختو حالاتو کې ژوند تېروي.

اوچا زیاتوي چې روان کال له پیله تر دې دمه ۳۲۷ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

سرچینه وایي چې د یادو کسانو د بې ځایه کېدو اصلي لامل جګړې او نا امنۍ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره زیاتوي چې بېوزلي او کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی چې، بېځایه شوي کسان خپلو اصلي کورونو ته نه ورګرځي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د جګړو او طبیعي حوادثو ۵۹ سلنه بې ځایه شوي کسان ماشومان، ۲۱ سلنه ښځينه او ۲۰ سلنه یې نارینه دي.

سرچینې ویلي چې د بې ځایه شوو خلکو له ډېرېدو سره د بشري مرستو اړتیا هم ډېرېږي نو مرستندویه موسسې او هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

اوچا داسې مهال په افغان جګړه کې د افغانانو پر بې ځایه کېدو اندېښنه ښيي چې، هم مهاله د هېواد په یو شمېر سيمو کې اوس هم جګړې دوام لري او ګڼ خلک اړ دي چې خپل کورونه پرېږدي او ځانونه خوندي کړي.

د روان میلادي کال پيل کې هم د بشري مرستو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بشري ناورین خبر ورکړی وو او ویلي وو چې ښايي سږکال افغانستان کې بشري مرستو ته اړتيا نوره هم ډېره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب