یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+کرکټ: ملبورن رېنېګاډزلوبډلې د نبي په راتګ ساه واخیسته

کرکټ: ملبورن رېنېګاډزلوبډلې د نبي په راتګ ساه واخیسته

تاند (پنج شنبه، د قوس ۲۷) د اسټراليا سوداګريز ليګ بېګ باش کې په کور دننه او د باندې افغان لوبغاړو ته هېلې ډېرې دي.

هره لوبډله په افغان لوبغاړو بشپړ حساب کوي.

تازه د ملبورن رېنېګاډز لوبډلې د نبې په راتګ ساه اخيستې او په انسټاګرام کې د یوې ویډيو په خپرولو سره د نبي راتګ ته ښه راغلاست ویلی دی.

افغان لوبغاړی نبي په نومبر مياشت کې له کابل څخه اسټراليا ته تللى و او هلته د کورونا له امله قرنطین وو.

نوموړی نن په هوبارټ کې د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوی دی.

د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې د محمد نبي لپاره یوه جوړه کړې ويډیو خپره کړې او په کې ویلي: « انتظار ختم شو، ولسمشر راورسېد.»

دې لوبډلې سره د محمد نبي ترڅنګ نور احمد لکڼوال هم لوبېږي چې تراوسه پورې يې دوه لوبې ترسره کړې اوپه يوه لوبه کې يې بريا خپله کړې ده.

له یادې لوبډلې سره په تېرو دواړو لوبو کې افغان لوبغاړي نبي او نور احمد لکڼوال نه دي لوبېدلي ځکه دواړه د قرنطین په موده کې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب