یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د سولې بهير ولې په افغانستان کې؟

د سولې بهير ولې په افغانستان کې؟

مولوي رحمت الله اندړ

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په دوره کې په ۱۳۹۲ کال د جوزا پر ۲۸مه پرانيستل شو. د دې دفتر د جوړښت موخه دا وه چې د افغانستان اوږدې کشالې او خونريزي ته د حل مناسبه لاره ولټول شي او دې ربړې ته د پای ټکی د جنګ او خشونت پر ځای د مفاهمې او ډيالوګ په وسيله کېښودل شي.

نږدې نيمه پېړۍ تېره شوه چې د افغانانو وينې پرله‌پسې بهېږي، د سولې د خبرو لپاره چې کله فرصت برابرېږي، همېشه په بل لوري وهل شوی او ولس د نېکمرغي او هوسايي يوه ورځ  هم نه ده ليدلې.

د بن له کنفرانسه وروسته په افغانستان کې د انتقالي او بيا جمهوري دورې پر مهال جګړې له هغو جنګونو سره توپير نه لري چې په نوييمو کلونو کې وشول، خو دلته توپير دا و چې د سولې په برخه کې حکومت له جنګي ډلې (طالبانو) سره د ډيالوګ د دروازې پرانيستلو ته رسمي اجازه ورکړه.

د دې اوږدې مقدمې مطلب دا دی چې په افغانستان کې د دوو لسيزو افراطيت، خشونت، وراني او جنګ له موږ هره ورځ نه جبرانېدونکې قربانۍ اخيستې او لا يې اخلي؛ نو دلته نيمه شېبه سوله هم دومره غنيمت دی چې موږ يې بديل نه لرو، ځکه خو د سولې په مخ کې خنډ جوړول د دې ولس په وينه قمار وهل دي.

له نږدې اوو کالو راهيسې په قطر کې د طالبانو د دفتر شعار همدا دی چې دوی سولې ته ژمنتيا لري، خو په دې موده کې که د افغانستان دولت د بې‌قيد و شرطه سولې وړانديز ورته کړی او که يې اوربند اعلان کړی، له هغه لوري يې هرکلی په اور او وينو شوی دی. د سولې په خاطر د افغان دولت انعطاف په ضعف تعبير شوی او زورزياتي ته په ترجيح ورکولو داسې ښوول شوې چې ګواکې مشروعيت د فشار په وسيله ثابتېږي.

سره له دې چې دولت د اوربند په برخه کې بيا هم د خلکو دريځ مخ ته بيايي او د خلکو خبره کوي، خو د طالبانو له لوري د نرم سياست نښې نه تر سترګو کېږي. 

د سولې د پروسې ابهام او اوږدېدا ولس پر سوله او خپله ملي اينده باندې بې‌باوري ته نږدې کړی، له مبهمې سولې يې ډار د جګړې په اندازه دی او داسې نه انګېري چې هېواد ته يې سوله را روانه ده، بلکې خپل برخليک بايللی ورته ښکاري او د يوه ملت په توګه يې د اجتماعي استقرار او بقا تصور ته هم صدمه رسېدلې ده. دا ابهام او تمديد به يې هم منلی و، خو د سولې د مذاکراتو تر څنګ جګړه تر پخوا لا په شدت روانه ده، قرباني يې يوازې د دوی کورنۍ ورکوي، هديرې يوازې د دوی په نسل ډکېږي او کونډې رنډې او يتيمان تنها د دوی غاړې ته ور لوېږي.

په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو له تازه شل ورځنۍ رخصتۍ سره جوخت او د نورو پړاوو تر پيلېدا وړاندې افغان حکومت يو وړانديز وکړ. په دغه وړانديز کې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له طالبانو وغوښتل چې د سولې د پاتې پړاوونو خبرې دې په افغانستان کې پر مخ لاړې شي.

د دغه وړانديز منطق دا دی چې که د سولې پاتې خبرې په افغانستان کې پيل شي، لږ تر لږه هماغه ټاکل شوې سیمه به له جګړې په امن شي، سوله به له ابهامه راووځي، حداقل ګټه به يې دا وي چې د يوه افغان وينه وژغورل شي. دغه ډول به پر سوله د ولس باور زيات شي، له بهرني اغېزه به خلاصه شي او بل دا چې د هغو لګښتونو مخه به ونيول شي چې پورته کول يې د ملت ملا ماتوي. 

د مذاکراتي ټيمونو را لېږدول به هغوی ولس ته د لاس‌رسي وړ کړ او پر دواړو ټيمونو به فشار وي. د سولې دا ورو پروسه به چټکه او باانرژي شي. په هغه سيمه کې چې خبرې پکې تر سره کېږي، د امنيت او اقتصاد له پلوه مثبت بدلون راتلای شي. 

افغان حکومت دغه وړانديز په داسې ډول کړی چې د مذاکرې د مکان د ټاکلو اختيار يې هم طالبانو ته ورکړی دی، يعنې د افغانستان په هره نقطه کې چې دوی غواړي، حکومت حاضر دی چې پر ميکانيزم او امکاناتو يې کار وکړي. که هوکړه وشي د چوکاټ او ادارې تنظيم يې خورا اسانه دی. دغه وړانديز ځکه وشو چې دواړو ټيمونو توافق وکړ او رخصتي يې اعلان کړه، د نورو پړاوونو د پرمختګ لپاره يو ښه ګام همدا دی چې د سولې پروسه نوره کورنۍ شي، يعنې دا وړانديز د دې پروسې د چټکتيا او خوخښت د پياوړتيا لپاره وشو.

د وړانديز تر اورول کېدا وروسته رسنیو د طالبانو دريځ وپوښت، خو د هغوی وياندويانو سکوت وکړ او ځای پر ځای يې اعلان نه شوای کړای چې د امارت تصميم او دريځ څه دی؟

د هېواد او خلکو پر برخليک د مذاکرې لپاره د خپل ټاټوبي هر ګوټ مناسب دی او خلک يې هم غواړي. په خواله رسنیو کې د دغه وړانديز په ملاتړ اکثره افغانانو د خپلو سيمو عکسونه خپاره کړل چې د سولې پاتې پړاوونه دې په دې يا هغه سيمه کې تر سره شي.

اوس توپ د طالبانو په ميدان کې دی چې دوی د افغانستان د حکومت او خلکو وړانديز او هيلو ته څه ځواب وايي. که د سولې په مورد کې هڅې رښتينې وي، بايد د خلکو او حکومت د دغه وړانديز مطابق طالب مشران هم افغانستان ته د راتګ زړه وکړي او دلته د خپلو خلکو له حاله نږدې او ژر ژر خبر شي. بل دا چې په دې اقدام سره به په ټولنه کې د طالبانو د ادغام لاره هواره شي او د هغوی د کورنیو د را ستنېدو لړۍ به له همدې پيل شي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په هيله!

3 COMMENTS

  1. سلام ! که طالب په رښتیا دافغانستان شپیته سلنه خاوره په لاس کې لری – – نودا هغه وخت ثابت ولای شی چې په همدې خپله سیمه کې خبل ځای دخبرو لپاره وټاکی او آن چې خپل امنیت وساتی – داګز دامیدان اوس به وګورو چې څومره دوی مستقل افغانیت او ځواک لری او که ثابته یې کړه نو دمور شیدې یې شه اوهغه وخت دی چې ټول افغانان ورته تابع دی

  2. دکاکتوس احساساتی اندړ
    ما په ډېره لنډه توګه دکاکتوس پروګرام له لارې ستا مصاحبه واورېده داسې معلومیږی دحمدالله لپاره هلې ځلې کوې

  3. د وړانديز تر اورول کېدا وروسته رسنیو د طالبانو دريځ وپوښت، خو د هغوی وياندويانو سکوت وکړ او ځای پر ځای يې اعلان نه شوای کړای چې د امارت تصميم او دريځ څه دی
    چه مولویان هم په درواغو شروع وکړی نو ریښتیا داخیری زمانی نښانی لیدل کیږی.
    مولوی سیب لیږ تکلیف به دی کړی وو او د تالبانو الاماره به دی ویلی وه. د بلندی هوا بازان په پټو سترګو ښکار نکوی. یوازی د ګاډی اسان په نیغه ګوری.
    چه مولوی د روس او امریکا فرق نه کوی له هغه نه تمه بیا نسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب