یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه؛ د امرالله صالح ناستې بې پايلې او ناکامې بولي

ولسي جرګه؛ د امرالله صالح ناستې بې پايلې او ناکامې بولي

تاند (پنج شنبه، د قوس ۲۷) د ولسي جرګې رئیس میر رحمن رحماني وایي د ولسمشر دلومړي مرستیال امرالله صالح له لوري په کابل کې امنيتي ناستې بې پايلې او ناکامې دي.

رحماني وایي حکومت باید د دې ناستو پرځای امنيتي او کشفي ارګانونه پياوړي او ملاتړ یې وکړي.

نوموړي دغه راز د ملي دسترخوان په  تړاو هم اندېښنه ښودلې.

هغه ویلي د ملي دسترخوان پروګرام د دې پرځای چې خلکو ته د مرستې لامل شي برعکس د فساد زمينه برابروي.

دی زیاتوي ولسي جرګې د فساد په خاطر دا پروګرام په اکثريت رايو رد کړی هم وو خو وایي حکومت د ولسي جرګې د مصوبې پر ضد دا پروګرام عملي کړ.

هغه د ملي دسترخوان د پروګرام د درېدوغوښتنه کړې ده.

ولسي جرګه داسې مهال د ملي دسترخوان پروګرام د عملي کېدو په تړاو اندېښنه ښيي چې، دا پروګرام شاوخوا دوه اونۍ کېږي د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پيل شوی دی.

چارواکي وایي په دې پروګرام کې ډېری هغو کورنیو ته مرسته ورکول کېږي کوم چې ناچاره دي.

خو بل لورته عام خلک بیا وایي هیله لري چې حکومت دا مرسته اړمنو سره ترسره کړي ځکه د دوی په خبره له دې وړاندې ډېری مرستې د ناچارو په نوم شتمنو اخيستې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب