یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان لاس موټرو ته امنیتي اسناد ورکول کېږي

د پاکستان لاس موټرو ته امنیتي اسناد ورکول کېږي

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۷) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د پاکستان لاس موټر به تر یوې ټاکلې مودې وروسته مصادره او د کباړ په بیه وپلورل شي.

ښاغلي صالح نن پنجشنبه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه ډول موټرو ته به تر یوه وخت پورې امنیتي سند ورکړل شي او تر هغې وروسته به مصادره شي.

د نوموړي په خبره چپ یا د پاکستان لاس موټرو ته به د امنیتي سند د ورکړې لړۍ سر له راتلونکې یکشنبې پیل شي.

هغه زیاتوي، دا سند باید په هرو شپږ میاشتو او یا هر کال کې یو ځل تمدید شي او که د ټاکل شوي وخت څخه وروسته بیا هم یاد موټر ونیول شول د زړې اوسپنې په قیمت به وپلورل شي.

د امرالله صالح په خبره د امنیتي سند د ورکړې لپاره یې د پيسو د ورکړې اندازه به د مختلط پلاوي له خوا وټاکل شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي دغه امنیتي سند هېڅ ترافیکي رسمیت نه لري او یوازې د امنیتي مسایلو په خاطر به یې هویت معلوم شي چې د واسطې ځانګړتیاوې به پکې وي.

امرالله صالح تر دې وړاندې هم د امنیتي ستونزو د له منځه وړولو په خاطر بې اسنادو موټرو ته د اسنادو اخیستو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب