یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې یو تن د غلا او ننګرهار کې پینځه تنه د...

کابل کې یو تن د غلا او ننګرهار کې پینځه تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۷) ننګرهار کې یو ځوان د انسان تښتونکو له منګولو وژغورل شو او هم مهال امنیتي ځواکونو پیځه تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ځوان څو ورځې وړاندې هغه مهال تښتول شوی و چې ښوونځي ته پر لاره و.

سرچینه وايي، له دې پېښې وروسته د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د یادې قضیې په تړاو درې تنه د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې نیولي و.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د نیول شویو درې کسانو له اعتراف وروسته دوه کسان نور د یادې ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې نیول شوي او برمته شوی ځوان ترې ژغورل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په پلازمېنه کابل کې هغه کس نیولی، چې له یوه صراف څخه یې ۱۸۰۰۰۰ زره افغانۍ تښتولې وې.

ددې وزارت د معلوماتو له مخې نیول شوی کس قاسم نومېږي او له یوه صراف څخه یې د سپرې پاشلو په واسطه د اطلاعاتو کلتور وزارت مخې ته ۱۸۰۰۰۰ افغانۍ تښتولې وې.

د کورنیو چارو وزارت وايي، قاسم نومی کس پرون چهارشنبه د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوی او دوه د مرچو سپرې هم ترې تر لاسه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب