جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهولسمشرغني د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ته تللی

ولسمشرغني د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ته تللی

تاند (پنج شنبه، دقوس ۲۷) ولسمشرغني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته تللی دی.

د راپورونو له مخې هغه به په دې سفر کې د کندهار له ځایي چارواکو، قومي مشرانو ، ځوانانو او بېلابېلو قشرونو له استازو سره لیده کاته ولري.

سرچینې وایي چې نوموړی به د دې تر څنګ د کندهار وضعیت له نږدې وګوري.

ولسمشر داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو له څو اونیو راهیسې خونړي بریدونه پيل کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي هیله من دي چې د ولسمشر دا سفر به د دوی لپاره د امن سفر وګرځي.

دوی وایي په دې وروستیوکې په دې ولایت کې امنيتي وضعیت خورا داندېښنې وړ دی او په کار ده چې وضعیت کنترول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...