دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني او عمران دسولې په تړاو تيليفوني خبرې کړي

ولسمشرغني او عمران دسولې په تړاو تيليفوني خبرې کړي

تاند (پنج شنبه، د قوس ۲۷) ولسمشرمحمد اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د سولې پروسې په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې دواړو لوریو په دغه ټلیفوني خبروکې د سولې پروسې په اړه د خبرو پرمهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.

سرچینه وایي چې، د پاکستان صدراعظم عمران خان ژمنه وکړه چې هیواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په موخه مرسته وکړي.

ولسمشرغني او د پاکستان صدراعظم عمران خان داسې مهال پرافغان سوله خبرې کوي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی دا مهال په اسلام اباد کې دی.

عامو افغانانو اسلام آباد ته د طالب پلاوي سفر د اندېښنې وړ خبره بللې ده اوسخت غبرګونونه يې پرې ښودلي دي.

دوی وایي دواړه ډلې افغانان دي اوباید په افغانستان کې پر افغان سوله خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکزي اسیا د څېړنو انسټیټيوت هم په یوه تحلیل کې ویلي چې، پاکستاني او افغان چارواکي باید د سولې او ښو اړیکو جوړولو لپاره باید جوړ شوی فرصت له لاسه ورنکړي.

دوی ویلي په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ښې شوې او اړينه ده چې پاکستان له افغان سولې سره ريښتينې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب