Homeخبرونهامريکا یوځل بیا له افغان پوځ نه د ملاتړ ژمنه کړې

امريکا یوځل بیا له افغان پوځ نه د ملاتړ ژمنه کړې

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۲۷) ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې ولسمشر د امریکایي پوځ له مشر سره

پر روان تاوتریخوالي سولې او اوربند خبرې کړې دي.

سرچینه وایي په دې ناسته کې د امریکایي پوځ لوی درستیز ټينګار کړی چې له افغان پوځ به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه کاږي چې دغه راز ولسمشر له مارک مېلي سره په خبرو کې اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې اړه یې د امریکايي چارواکو د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

مارک مېلي هم ویلي چې دوی به د افغان حکومت او افغان پوځ ملاتړ ته ادامه ورکوي او د دې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره دلته روان تاوتریخوالی کم کړل شي.

د ارګ خبرپآڼه وایي چې میلي هم د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د اندېښنې وړ بللې او دواړو لورو د دایمي اوربند او سولې په تړاو هم بحثونه کړي دي.

ولسمشر داسې مهال له امريکايي پوځي چارواکي سره پر روان وضعیت خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې امنيتي وضعیت داندېښنې وړ بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...