پنجشنبه, فبروري 19, 2026
Homeخبرونهد کېموتراپي د مضرو اغېزو د کمولو لپاره نوې لارې وموندل شوې

د کېموتراپي د مضرو اغېزو د کمولو لپاره نوې لارې وموندل شوې

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) د سرطان په درملنه کې کیموتراپي یو اغېزمن میتود دی، خو ورسره ګڼ منفي عوارض هم تړلي وي؛ لکه زړه بدوالی، کانګې، د ویښتانو تویېدا، د خولې زخمونه، شدیده ستړیا او عصبي ستونزې. د متخصصانو په وینا، اوس داسې اغېزمنې لارې شته چې دا عوارض د پخوا پرتله ډېرې کمې کړي.

د کیموتراپي اغېزې:

د کیموتراپي په ترڅ کې د سرطاني حجرو تر څنګ ځینې سالمې حجرې هم اغېزمنېږي، لکه د کولمو د داخلي پوښ حجرې او هغه حجرې چې د ویښتانو له ودې سره تړاو لري.

د وینې د سپینو حجرو د کموالي له امله د بدن دفاعي سیستم کمزوری کېږي، چې له امله یې د انتان او التهاب خطر لوړېږي. ځینې درمل د نیوروپتي سبب کېږي، چې درد، بې‌حسي او د توازن ستونزې رامنځته کولی شي.

د منفي عوارضو د کمولو اغېزمنې لارې:

  • د زړه بدوالي او کانګو لپاره د زړه‌بدوالي  ضد(Anti-nausea) درملو کارول
  • د زړه بدوالي، ستړیا او د خولې د زخمونو لپاره په خوړو کې بدلون راوستل
  • د ستړیا د کنټرول لپاره سپک بدني فعالیت او د ښه خوب عادتونه خپلول
  • د کیموتراپي اړوند درد لپاره د درد کموونکو درملو کارول
  • د ناروغ د نښو نښانو له مخې د ډاکټر تر لارښوونې لاندې مناسبه تګلاره غوره کول

دودیزې او بدیلې لارې:

څېړونکي داسې لارې لټوي چې د کیموتراپي منفي عوارض لا نور هم کم کړي.

د ادرک یا زنجبیل په څېر ځینې بوټي یا ایکیوپنکچر د عوارضو د نسبي کمولو لپاره تر څېړنې لاندې دي.

یوګا که څه هم کله ناکله د بندونو او عضلو لږ درد رامنځته کولی شي، خو په ټوله کې د عمومي روغتیا د ښه کېدو او د ستړیا په کمولو کې مرسته کوي.

د څېړونکو په وینا، کیموتراپي لا هم د سرطان د درملنې تر ټولو اغېزمنه لاره ده، خو د نوې او دودیزو لارو په مرسته یې منفي عوارض تر ډېره کمولی شو، څو د ناروغ د ژوند کیفیت ښه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد سنګروال اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» چاپ شو

د استاد شهسوار سنګروال لیکل شوی اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» د معاصر افغانستان د سیاسي تاریخ یوه ژوره او څېړنیزه هنداره ده، چې...