Homeخبرونهپه بریتانیا کې یوې الوتکې خپل ۳۵ مسافر هېر کړل

په بریتانیا کې یوې الوتکې خپل ۳۵ مسافر هېر کړل

تاند (پنحشنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) په یوه عجیبه پېښه کې، چې په بریتانیا کې وشوه، یوې الوتکې خپل ۳۵ تنه سپرلي په هوايي ډګر کې پرېښوده او بې له هغوی روانه شوه.

د بي بي سي او نورو بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، جیټ2 الوتکه له مانچستر څخه هسپانیا ته روانه وه. خو هغه مسافر چې د هسپانیا ساحلي سیمو ته د رخصتیو د تېرولو لپاره روان وو، هغه مهال سخت حیرانه شول چې کله یې د عملې غړو ته الوتکارتونه (بورډنګ پاسونه) وښودل او د الوتکې پر لور ولاړل، خو هلته د الوتکې پر ځای له بندې لارې سره مخامخ شول. په ترمینل کې الوتکې ته د تللې لار دروازه (ګېټ) بنده وه.

له ۳۵ څخه زیات مسافر شاوخوا ۴۰ دقیقې په هوايي ډګر کې سرګردانه پاتې شول. یوه مسافر وویل چې دوی فکر کاوه ښايي د عملې کوم غړی به دروازه پرانیزي یا به د انتقال ځانګړی بس (شټل) ورته ولاړ وي. هغه زیاته کړه چې کله ۴۰ دقیقې تېرې شوې او هېڅ ونه شول، نو دوی اندېښمن شول. کله چې بېرته وګرځېدل، پوی شول چې الوتکه بې له دوی الوتلې وه.

د الوتنې شرکت ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

هوايي شرکت، چې جټ ۲ الوتکه ورپورې تړلې، له سپرلیو بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې هغوی ته یې متبادله الوتکه برابره کړه چې د هسپانیا (Alicante) ښار ته یې ورسوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...