تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) خواجه آصف، همداراز وویل چې هېواد یې په افغانستان کې خپل نفوذ بایللی او د سیمې نورو هیوادونو ورڅخه په افغانستان کې نفوذ خپل کړی دی.
هغه وویل چې ترکیه، متحده عربي امارات، قطر، سعودي عربستان او چین پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري.
اصف په هغه مرکه کې چې د جرمني دویچې ویلې د چهارشنبې په ورځ خپره کړه، د پاکستان د نفوذ د کمېدو د لامل په اړه وویل: «هغوی کولای شي پیسې ولګوي، خو موږ دا توان نه لرو. زه دا خبره په ښکاره ډول کوم.»
پاکستان له افغانستان سره د اوږدې پولې او د افغانستان د پخوانیو حکومتونو پر ضد د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ له امله، د دغه هېواد په تحولاتو کې یو له اغېزمنو لوبغاړو څخه پاتې شوی دی.
د پاکستان دفاع وزیر وویل چې هېواد یې د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ د پالیسۍ بیه پرې کوي. هغه د پاکستان ناامنۍ او کورني بحرانونه له افغانستان سره د دې هېواد د تګلارې سره وتړل او ویې ویل: «دا وضعیت له افغانستان سره زموږ د مینې پایله ده.»
خواجه آصف ټینګار وکړ چې پاکستان له طالبانو سره د خبرو اترو له دوام پرته بله لاره نه لري، خو له دې ډلې سره د اړیکو د ښه کېدو په اړه خوشبین نه دی.
هغه چې د کابل د سقوط په لومړیو کې یې په افغانستان کې د طالبانو په بریالیتوب خوښي ښودلې وه، اوس په خپل پخواني دریځ پښیماني څرګنده کړه او ویې ویل پر خپل هغه پیغام خواشینی دی چې د طالبانو د بري د مبارکۍ لپاره یې ورکړی و.
د خیبرپښتونخوا ګورنر له افغانستان سره په اړیکو ټینګار وکړ
له بلې خوا د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي، چې هغه هم د خواجه اصف په شان د مرکزي حکومت او واکمن ګوند غړی دی، له طالبانو سره د سیاسي خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې د ټولو لوریو د سیاسي مشرانو د تعامل له لارې ښه حل کېدای شي.
ښاغلي کونډي د چهارشنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې «د پاکستان او افغانستان سیمهییز امنیت، سوداګري او اقتصادي چارې» تر سرلیک لاندې په پېښور کې جوړه شوې وه، وویل چې یو ارام افغانستان نه یوازې د پاکستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري.
دا غونډه د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې له لوري جوړه شوې وه.
هغه زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو فعالیتونو د پراخولو ملاتړ کوي، او ویې ویل چې په سیمه کې تلپاتې سوله د اقتصادي او سوداګریز پرمختګ لپاره بنسټیزه اړتیا ده.
هههههه
روژه را ورسیده خو په افغانستان برید ونشو. د بجلیګر خبره ای شرمیدلو.
اوس که نر یې نو دې خپل غوږونه پرې کړه.
افغانستان باندې برید کول څه اسانه کار نه دی.