یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد موسیقۍ یوې مهمې جایزې ته د افغان پيانو غږوونکي عمر اکرم...

د موسیقۍ یوې مهمې جایزې ته د افغان پيانو غږوونکي عمر اکرم کاندیدیدل

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه)پیانو غږونکی افغان امریکایی عمر اکرم د دوه زره څلرویشتم کال د ګرامي په نوم مهمې جایزې ته نوماند شوی دی.

د ښایست شیبې په نوم د ده د موسیقي البوم دې جایزې ته غوره شوی دی.

عمر اکرم په نولس سوه څلروشپیتم کال کې په نیویارک کې له افغان پلار و موره زیږیدلی دی.

دی لومړی افغان الاصله امریکايي دی چې په دوه زره دیارلسم کال کې یې د ګرامي جایزه ګټلې وه.

ګرامي د موسیقي په ډګر کې تر ټولو معتبره جایزه ده.

په پام کې ده، چې یاده جایزه د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې ګټونکي کس ته ورکړل شي.

عمر اکرم ویلي، دې جایزې ته په نومول کیدو له دې امله خوشاله دی چې په افغانستان کې موسیقي منع شوې او دغې جایزې ته د هغه نوماندي افغان هنرمندانو ته د موسیقۍ د دوام لپاره د فعالیت انرژي ورکوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګول شوی او د ډېرو هنرمندانو د جلا وطنه کیدو تر څنګ په هېواد کې پاتې هنرمندان له ګڼو اقتصادي ستونزو او خطرونو سره مخ دي.

4 COMMENTS

  1. عمر اکرم چی په نولس سوه څلورویشتم ميلادي یا زیږدیز کال کی زیږیدلی دی نو اوس به نهه نوي ٩٩ کلن وي. بس آفرین دي د ده په ذهن او حافظه وي!
    او که دا د تاند تیروتنه ده؟

  2. السلام علیکم :
    په متن کی مو لیکلی عمر اکرم امریکایی الاصله افغان دی که داسی ولیکل شی چه افغانی الاصل امریکایی دی نودا به صحیح وی ځکه کورنی یی افغانی ده ولی تابعیت یی د امریکا دی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب