یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپېښور کې د پاتیدو لپاره محکمې ته د لسګونه افغان هنرمندانو عریضه

پېښور کې د پاتیدو لپاره محکمې ته د لسګونه افغان هنرمندانو عریضه

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) په پېښور کې لسګونه افغان هنرمندانو د هنرمندانو د ځایي ټولنې په همکارۍ محکمې ته عریضه کړې او په دغه ښار کې یې د پاتیدو غوښتنه کړې ده.

دوی وېره لري، چې د پاکستان حکومت به یې د افغان کډوالو د ایستو د روانو عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته ور وشړي.

په افغانستان کې واکمن طالبان موسیقي او هنر نه مني او وخت په وخت یې په لاس د هنرمندانو د وهلو ډبولو او د موسیقۍ الاتو د سوزول کیدو خبرونه خپریږي.

یو شمېر افغان هنرمندانو ویلي، چې د پېښور له محکمې څخه د دوی په ملاتړ د پریکړې هیله لري.

په پېښور کې د هنرمندانو د ځایي ټولنې مشر راشد احمد خان ویلي، چې د افغان هنرمندانو د ملاتړ لپاره دوی هم یو لاس شوي او وړیا مدافع وکیل یې ورته موندلی.

په وروستیو کې پاکستان سلګونه زره افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته شړلي.

افغان هنرمندان هېواد ته له ستنیدو په دې وېریږي، چې هم ښایي طالبان ناوړه چلند ورسره وکړي او هم یې پر موسیقۍ د بندیز له امله د حاکم اقتصادي ناورین قربانيان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب