Homeخبرونهپنجشېر کې د زمردو د ۴۰ نویو کانونو کشفیدل

پنجشېر کې د زمردو د ۴۰ نویو کانونو کشفیدل

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) د پنجشیر د کانونو او پټرولیم لپاره د طالبانو رییس مولوي قاسم امیري د دې ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې ویلي، چې د دې ریاست له لوري په پریان ولسوالۍ کې د زمرودو ۴۰ نوي کانونه کشف او سروې شوي دي.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د پنجشېر زمرد او نور قیمتي غمي په نړیواله کچه مشهور دي.

له څو لسیزو راهیسې د دغه ولایت جنګسالاران د دې سیمې د قیمتي ډبرو د زېرمو په خپلسري کیندلو او حیف و میل تورن دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د پنجشېر د کاني زېرمو د مهارولو خبر ورکړی، خو یو شمېر خلک طالب چارواکي هم له دې امله چې مسلکي کسان پکې نشته او د کانونو چارواکي یې د قراردادونو په انحصار تورن دي، په دې برخه کې په ناوړه کړنو تورنوي.

طالب چارواکي بیا د فساد ادعاوې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...