یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد قوشیپې کانال د امنیت لپاره د ځانګړې قطعې جوړیدل

د قوشیپې کانال د امنیت لپاره د ځانګړې قطعې جوړیدل

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد په شمال کې د قوشتېپې د جوړیدونکي کانال د امنیت لباره یې یوه ځانګړې قطعه رامنځته کړې ده.

سرچینې په یوه اعلامیه کې دا خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دا قطعه د عامه نظم د تصدۍ په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د یادې قطعې د تشکیل او نورو جزییاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

قوشتېپې کانال، چې د هېواد په شمال کې د اوبو د مدیریت تر ټولو ستره پروژه ده، د جمهوري نظام پر مهال یې هم د جوړیدو هڅې شوې وې.

دا پروژه د طالبانو رژیم له نشتو امکاناتو سره د افغانستان د دولتي ادارو په عوایدو پیل کړې، چې پراخ هرکلی یې شوی او د هېواد اقتصاد او کرنې ته ګټور ګڼل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب