شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو په نه په رسمیت پېژندلو د روسیې ټینګار

د طالبانو په نه په رسمیت پېژندلو د روسیې ټینګار

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه)د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا اعلان کړی، چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم د په رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.

د هغه په وینا، په دې اړه د روسیې په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او دوی طالبان په رسمیت نه پېژني.

کابلوف د روسیې تاس خبري اژانس ته دا هم ویلي، چې له امریکا سره د طالبانو او افغانستان په اړه مشورې او خبرې نه لري.

د ده د څرګندونو په اساس، له چین او سیمه ییزو هېوادونو سره په دې اړه خبرې او مشورې لري.

روسیه او د سیمې نورو هېوادونو بیا- بیا ټینګار کړی چې طالبان دې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت رامنځته، د ښځو او بشري حقونو په تړاو ژمنې عملي او د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د کار اخیستو مخنیوی ډاډمن کړي.

طالب رژیم بیا د افغانستان د خاورې د ډاډمنیدو او ټولو افغانانو ته د خپلو حقونو د ورکړې ادعا لري.

دوی دغه راز خپل رژیم ټول ګډونه بولي او له بهرنیانو په دې اړه د غوښتنو په نه ترسره کیدو ټینګار لري.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څه باندې دوه کاله وشول، خو دوی لا د نړۍ د هېڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب