Homeخبرونهنوې څېړنه: د سرطان نوی درمل په ځینو ناروغانو کې تومورونه په...

نوې څېړنه: د سرطان نوی درمل په ځینو ناروغانو کې تومورونه په بشپړ ډول له منځه وړي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) نوې څېړنې ښيي چې د سرطان ضد یوه نوي درې‌ګونی اغېز لرونکي درمل، چې Amivantamab نومېږي، د کلینیکي ازموینو پر مهال په ځینو ناروغانو کې تومورونه په بشپړ ډول له منځه وړي دي. ډاکټرانو دا پایلې «بې‌سارې» بللې دي.

دا درمل هغو ناروغانو ته ورکړل شوي وو چې سرطان یې خپور شوی یا بېرته راګرځېدلی و او د کیمیاوي درملنې (کیموتراپي) او معافیتي درملنې (ایمونوتراپي) پر وړاندې یې مقاومت پیدا کړی و.

د څېړنې له مخې، په ۱۰۲ هغو ناروغانو کې چې د سر او غاړې په سرطان اخته وو، له درملنې وروسته د ۴۳ کسانو تومورونه کوچني یا ورک شول. له دې ډلې په ۲۸ ناروغانو کې د تومورونو د پام وړ کمښت او په ۱۵ ناروغانو کې د تومورونو بشپړ له منځه تګ ثبت شوی دی.

د لندن د سرطان د څېړنو د انسټیټیوټ استاد Kevin Harrington ویلي: «دا په هغو ناروغانو کې بې‌ساري او خورا ځواکمنې پایلې دي چې ناروغي یې د دودیزو درملنو پر وړاندې مقاومه شوې وه.»

دا درمل څنګه عمل کوي؟

امیوانتاماب په درې بېلابېلو لارو د سرطان پر حجرو برید کوي:

  • د EGFR په نوم هغه ریسیپټر بندوي چې د تومور وده چټکوي.
  • د MET لاره بندوي چې سرطاني حجرې ترې د درملنې د اغېز د کمولو لپاره ګټه اخلي.
  • د بدن معافیتي سیستم هڅوي چې پر تومور برید وکړي.

د څېړونکو په وینا، د درملو اغېزې یوازې په څو اونیو کې څرګندې شوې او ورته مثبتې پایلې د سږو سرطان په ناروغانو کې هم لیدل شوې دي.

د ناروغانو تجربه

د دې درملنې له لومړنیو استعمالوونکو څخه یو ۵۶ کلن ناروغ کارل والش Carl Walsh دی چې د ژبې په سرطان اخته و. هغه وايي د کیموتراپي او ایمونوتراپي درملنې بریالۍ نه شوې، خو د دې نوې درملنې له پیل وروسته یې حالت د پام وړ ښه شوی دی.

هغه وايي: «تر درملنې مخکې مې په سختۍ خبرې کولې او خوړل راته ستونزمن وو. اوس مې درد او پړسوب ډېر کم شوی او عادي ژوند ته نژدې شوی یم.»

اسانه او لږ عوارض لرونکې درملنه

د ډېرو سرطان ضد درملنو خلاف، امیوانتاماب د رګ له لارې نه، بلکې تر پوستکي لاندې د یوې کوچنۍ پېچکارۍ په بڼه ورکول کېږي. دا چاره درملنه اسانه او چټکه کوي.

څېړونکو ویلي چې د دې درملو ډېری جانبي عوارض سپک یا منځني وو او له هر لسو ناروغانو څخه تر یوه کم ناروغ اړ شوی چې درملنه پرېږدي.

د څېړنې اهمیت

دغه نړیواله کلینیکي ازموینه په ۱۱ هېوادونو کې ترسره شوې او پایلې یې د امریکا د کلینیکي انکولوژۍ ټولنې (American Society of Clinical Oncology) په کلنۍ غونډه کې وړاندې شوې دي.

متخصصان وايي دا موندنه د هغو ناروغانو لپاره مهمه هیله رامنځته کوي چې د سرطان د درملنې نورې لارې ورته اغېزمنې نه وي، او ښايي په راتلونکو کلونو کې د زرګونو ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...