Home+رښتیا؛ د جګړې لومړی قرباني| نعمت الله صدیقي

رښتیا؛ د جګړې لومړی قرباني| نعمت الله صدیقي

تاسې حتماً دا خبره په تکرار اورېدلې، چې د جنګ لومړی قرباني «رښتیاویل» دي، مانا دا چې کله جنګ و جګړه لا پېل هم نه وي، انګیزه یې په درواغو بیانیه کېږي او یا هم ډسکورسونه یې ورته په همداسې درواغو جوړېږي، چې ګنې دوی جګړه د یوه مشروع هدف لپاره کوي او دا یوه مقدس ارزښت دی او په همدې اساس یې د حق د جګړې په نوم هم یاد کړي؛ خو ولې جګړې که هر څومره پاکې او مقدسې هم شي؛ تر شا یې یو شمیر داسې اهداف، توطیې، پټې او ښکاره معاملې حتماً وي، چې له خلکو یې حداقل څه نا څه برخې پټې ساتل شوي وي یا په اصلاح درواغ یې داسې ترسیم او ترتیب کړي وي، چې رښتیا به په کې نیمګړي یا بېخي نه وي؛ ځکه خو جګړې له اوله، بیا په منځ کې او بیا له جګړې وروسته هم ښه په پرېمانه ډول درواغ لري.

 

زما په فکر هغه چې جګړې کوي او یا د ډز او ټوپک ترشا ولاړ دي، تر هغوی یې دا د درواغو جوړونکي د ډېر ستر جنایت مجرمین دي، چې د رښتیاوو نفي کوي او یا یې هم په مقابله کې درېږي، زما موخه هغه مبلغین بېخي نه دي، چې یوازې د جګړې له ډګره د تلفاتو او ارقامو حساب غلط او ناسم ښيي یا مبلغه په کې کوي؛ بلکې همغه یادوم، چې بیانیې یا د ډسکورس بنسټونه یې له اوله ناسمه توجیه کوي. که څه هم مبلغین یې هم له اخلاقي پلوه استثنا ځکه نلري، چې دوی «ښکیل اړخونه» هم د بریا محاسبه پر انسانې وژنې کوي؛ خو بنسټیز درواغ یې د بیانیو هغه وي.

 

همدغه انسانیت او بشریت هم دی، چې په لویه کې د تاوان اصل او محور دی، چې څوک یې د مور، زوی، ورور خور، کونډه بوره، ورارا، کوچنیان، لویان او د سپین ږېريو په نوم او بڼه قربانیان دي او څه یې د غرونو، رغونو، ځنګلونو، ونو، بوټو ترڅنګ د ژویو، مرغانو د نسل وژنې او ځورونې مرتکب هم دي، دا هغه کایناتي او بشري زیانونه دي، چې پر هیڅ ګټو او لاسته راوړنو یې څوک حساب او کتاب نشي کولای.

 

د هم د جنګي ډسکورسونو ښکرور درواغ دي، چې دوی یا هغوی د یو او بل دوښمنان دي، اصلاً د هرې جګړې په ډسکورس یا بیانیې کې دوښمن ایجادول یا یو څوک دوښمن کول د همداسې درواغو ضرورت وي. رښتیا همغه دي، چې له دوښمنۍ د درواغو ور اخوا د یوه واقعیت په توګه واقع دي، دا واقعیت له پروژیي او استخباراتي اهدافو نېولې د نورو لپاره د خدماتو او میړانې ترڅنګ د زر او زور، سپینو او تورو لپاره کله وړیا او کله هم د ډېرو شتو او پیسو په بدل کې ترسره کېږي.

 

د جګړې د ناسمو روایتونو په اړه نور ډېر علتونه او روایتونه هم کېدای شي، چې ولې جګړې ورځ تر بلې لا پسې پراخېږي او څنګه یې د ودې او تکامل لپاره د نړۍ یو شمیر لابیګاران په پړسوب اخته دي؟ خو معاصر مهم علت یې د جګړې د صنعت هغه بارز اړخ دی، چې هیڅوک یې په اړه باید شک ونکړي، راځئ وګورو چې د تېر کال په جګړو کې اصل بیانیه څه او اقتصادي ګټه یې چا وړې ده؟

 

د سټاکهولم نړیوال د سولې د څېړنې انسټیټیوټ (Stockholm International Peace Research Institute – SIPRI) د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ سلو سترو وسلو جوړونکو شرکتونو ټولټال ۶۷۹ میلیارده ډالره وسلې او پوځي خدمات وپلورل، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله شاوخوا ۶ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې کې امریکایي شرکتونه تر ټولو مخکې دي؛ یوازې درې لویو امریکایي شرکتونو (لاک هېډ مارټین، نارتروپ ګرومن او جنرال ډاینامکس) نږدې ۳۳۴ میلیارده ډالره وسلې وپلورلې، چې دا د ټول بازار ډېره لویه برخه جوړوي.

 

اروپایي شرکتونو هم ښه ګټه وکړه. د اروپا ۲۳ شرکتونو په ګډه ۱۵۱ میلیارده ډالره وسلې وپلورلې، چې دا د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی دی. یوازې چیکو سلوواک ګروپ اوکراین ته د ۳.۶ میلیارده ډالرو مهمات وپلورل او ډېر لوړ، یعنې ۱۹۳ سلنه ګټه یې ترلاسه کړه. خپله اوکراین هم د وسلو له صنعت څخه ۳ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړ، چې دا د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیات دی.

 

روسي شرکتونو هم د بندیزونو سره سره ښه عاید درلود. دوو لویو روسي شرکتونو په ۲۰۲۴ کال کې ۳۱ میلیارده ډالره ترلاسه کړل، چې دا د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

په اسیا کې هم د وسلو سوداګري روانه ده. د جاپان او جنوبي کوریا شرکتونو په ګډه ۱۴ میلیارده ډالره وسلې وپلورلې، او یوازې د جنوبي کوریا هینوا ګروپ خپله عاید ۴۲ سلنه زیات کړ. د منځني ختیځ، په ځانګړي ډول د متحده عربي اماراتو او اسراییلو شرکتونو هم په ګډه شاوخوا ۳۱ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړ. درې اسراییلي شرکتونو یوازې په همدې موده کې شاوخوا ۱۶.۵ میلیارده ډالره وسلې او ټکنالوژي وپلورله.

 

په ټوله کې دا ارقام ښيي چې د جګړو، سیاسي تاوتریخوالي او نړیوالو کړکېچونو له امله د وسلو نړیوال بازار لا هم د پراخېدو په حال کې دی، او د وسلو سوداګري د نړۍ له تر ټولو لویو او ګټورو کاروبارونو ګڼل کېږي

 

پښتانه که څه لري او یا یې نلري؛ خو له جنګي پس منظر سره سره لنډۍ هم لري او په دغه لنډیو کې د ژوند د هرې برخې، لوړې ژورې د ښې او بدې د تېر او راروان ټولې هغه تجربې، خبرې او واقعیتونه په داسې ډول په کې موندای شي، چې د نړۍ په ډېرو سترو کتابونو، ارشیفونو او تاریخي شالیدونو کې یې هم لاسته راوړنه ممکن نه ده، لنډی ده، چې:
د ټوپکونو اوستاره
د ښو ځوانانو خون به ستا تر غاړه وینه
تاسې له پورته راپوره او د اسلحې د دغه لویو کاروباریانو او اوستاکارونو پر بازار د دغه لنډۍ دا قضاوت ښه ولولئ!! ته و خدای، همداسې نه ده؟ دغه چې جنګ کوي، تر دغو یې دغه اوستاکار، جوړونکي او پلورونکي ستر جنایتکار او د جنګ د ښکیلو خواوو د ښکلیو او خوږو ځوانانو د خون پړه د دوی پر غاړه نه ده؟ ایا دوی یې یوازې په فیشني شعارونو له مسوولیت او مکلیفیته خلاصېدای شي؟ ایا دوی په دغه جرم کې همغسې لکه جنګیالي جنایتکاره او لتاړ نه دي؟

 

زه باوري یم چې هیڅوک د دغه جنګي اوزارو د اوستکارانو او جوړونکیو پر پیر او پلور له خلاصي او د نه ملامتی توجیه نشي وړاندې کولای او په دې کې هیڅ شک نشته چې د جنګ و جګړې اصل رښتیا همدا دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...