Home+په نکلونو کې تاریخ | استادشهسوار سنګروال

په نکلونو کې تاریخ | استادشهسوار سنګروال

۷مه کیسه
استاد شهسوار سنګروال

اریانا که ایران؟ د مصر په سکندریه کې کښل شوې نقشه

د هغه مهال لرغونې ژبې

ولسون (Wilson) چې د هند د ختیځې کمپنۍ او چارلس مېسیون (Masson) مامورین وو، په ۱۸۴۱ کال یې یو کتاب ولیکه چې اوس د «اریانا انتیکا» په نوم نامتو دی او په برېټش کتابتون کې ترلاسه کېدای شي.

دا چې ویل کېږي لرغونپوهانو د «اریا» یادونه کړې ده، د تأمل وړ برېښي.

هېرودت هم «اري» ذکر کړی دی، خو هغه وخت لرغونو پارسیانو ځانونه «ارتایي» بلل.

«بطلیموس» هم د اریانا یادونه نه ده کړې، خو استرابون نه یوازې د اریانا یادونه کړې ده، بلکې د «باختر» یادونه یې هم کړې ده.

د اریایانو په لړ کې د پارتیا، مادیا او یو شمېر نورو نومونه هم ذکر شوي دي، ولې اراتوستین په درېیمه مخزېږدي پېړۍ کې یوه لویه نقشه وکښله چې په مصر کې اوس هم په هغه کتابتون کې موجوده ده (ما لیدلې ده، لیکوال) چې د سکندریه په ښارګوټي کې جوړ شوی دی.

په دغه نقشه کې د «اریانا» نوم په همدغه بڼه کښل شوی دی او داسې برېښي چې ګنې د هندوکش جنوب ته موقعیت لري.

د سکندر یو شمېر میرزایانو لیکلي دي چې دوی له سیمه‌ییزو خلکو نه د اریانا نوم اورېده، ولې یو شمېر څېړونکو د هخامنشیانو د مهال د امو رود شاوخوا سیمو ته د «باکتریانا» نوم کارولی، چې شمال لویدیځ ته یې پارتیان د واک او ځواک څښتنان ول.

«اپولودوموس» او «ارتېمیس» پارس، مېدیا، سغدانیه او باختریانا د اریایانا برخه ګڼي.

د هندوانو د برهمني مذهب په کتاب «ریګویدا» کې، له هندوکش نه د هند تر شمال پورې خلک اریایان بلل شوي دي.

د زرتشتیانو په مذهبي کتاب «اوستا» کې «اریانا ویجه» ذکر شوی، چې د ۱۶ ولایتونو یادونه پکې راغلې ده.

یو شمېر لرغونپوهانو باختر د لویدیځ په معنا ذکر کړی او ځینو بیا د ختیځ په معنا لیکلی دی، ولې د «اپاختیاریا» سیمه یې د اریا شمالي سیمو ته پرته سیمه بللې ده.

«بورنوف» په دې نظر دی چې د «اپا ختیاریا» کلیمه په اوستا کې ذکر شوې ده چې د شمال په معنا ده، خو د «بلهیکا» نوم تر ډېره بریده د هند په اسطورو کې ذکر شوی دی.

د «سنت مارتین» په نظر، د ساسانیانو په سکو کې «انیران» (Aniran) کښل شوي دي.

ملایري د یو شمېر نورو پر وړاندې ویلي دي چې پارسي قدیم، پارسي میانه او پارسي جدید کومه ځانګړې معنا او علمي بنسټ نه لري.

پهلوي اشکاني (پارتي) د هخامنشیانو د مهال د «ارامي ژبې» ځایناستې شوه او څلور پېړۍ یې دوام وکړ.

د ساسانیانو په وخت کې پهلوي د اشکاني ځای ونیو او کله چې عربان راغلل، عربي ژبې بیا د هغې ځای ونیو او د لیکدود بڼه یې په بشپړه توګه واړوله.

په یو شمېر لیکنو کې د «ایران» کلیمه هم کارول شوې ده.

خو څومره چې د مهابهاراتا، ویدي سنسکرت، اوستا او نورو لرغونو ژبو خبره ده، ویدي سنسکرت د ګډې هندي ژبې بېلګه ده چې بیا یې د کلاسیک سنسکرت په بڼه ادامه پیدا کړه، او وروسته ترې منځنۍ او نوې هندي ژبې بېلې شوې.

ویدي د اریایانو د لومړنیو سرودونو ژبه وه چې د هندوکش په شاوخوا کې وده او پرمختګ وکړ.

«ویدا» د معرفت په معنا ده چې پوهان او شاعران یې د «ریشي» په نامه نامتو ول، ولې یو شمېر ژبپوهان انګېري چې د لرغونو اریایي لهجو شمېر شاوخوا شلو (۲۰) ته رسېده.

بله لرغونې ژبه «اوستا» وه چې د ختیځې اریایي ژبو له ډلګۍ څخه ګڼل کېږي، چې د افغانستان په شمال ختیځ کې زېږېدلې ده. په ټوله کې ویدي سنسکرت او اوستا دواړه له هندو ـ اروپایي ژبو څخه را بېلې شوې دي، چې د اکسوس او اندوس ترمنځ ویل کېدې.

اوستا یا اوستاک د اساس یا بنسټ په معنا دی او په لویه کې پنځه برخې لري، چې مهمه یې «ګاتا» نومېږي، چې د سرود معنا لري او منظومه برخه یې ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...