Homeخبرونهنوې څېړنه: په ځوانانو کې د سرطان پېښې زیاتې شوي

نوې څېړنه: په ځوانانو کې د سرطان پېښې زیاتې شوي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) په ځوانانو کې د سرطان پېښې په چټکۍ سره زیاتېږي او دا چاره د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

 په امریکا کې په یوه تازه څېړنه څرګنده شوې چې لږ تر لږه په پنځو هېوادونو کې د کولمو، پانقراس، مثانې، پښتورګو، وینې او د رحم د غاړې سرطان پېښې د زړو کسانو پرتله په ځوانانو کې په چټک ډول مخ په زیاتېدو دي.

د څېړنې له مخې، له ۵۰ کلونو څخه په کم عمر لرونکو کسانو کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د سرطان کچه په پرله‌پسې ډول لوړه شوې ده، چې پکې د کولمو د سرطان ځانګړې وده ښيي.

په نړیواله کچه د ځوانانو د سرطان شاوخوا ۱۰ سلنه پېښې له همدې ډول سرطان سره تړاو لري. متخصصان وایي چې چاغښت، لوېدیځ طرز ژوند او د فزیکي فعالیت کموالی په ځوانانو کې د سرطان د زیاتېدو مهم عوامل دي.

څېړونکو خبرداری ورکړی چې که همدا بهیر دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به له ۲۰ څخه تر ۳۴ کلونو عمر لرونکو کسانو کې د کولمو سرطان کچه ۹۰ سلنه او له ۳۵ څخه تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو کې ۴۶ سلنه لوړه شي.

دا موندنې په نړیواله کچه په ځوانانو کې د سرطان د پراختیا مخ پر زیاتېدونکي خطر ته اشاره کوي او د بیړنیو وقایوي اقداماتو اړتیا ښيي.

دا څېړنه په «ملټري مېډېکل ریسرچ» ژورنال کې خپره شوې ده، او د روغتیا متخصصان ځوانانو ته سپارښتنه کوي چې متوازنه غذا، منظم ورزش او د وزن کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي، څو د سرطان خطرونه راکم شي.

1 COMMENT

  1. یقیناً چی په ځوان نسل کی د سرطان د وژونکی ناروغی اصلی علت به په بازارونو کی خصوصاً مکډونالډ او نور فاسټ فوډ خوراکونه وی. د ادې یا ماندینې یا خپل په لاس د سالمو خوړو پخت او پز به ډیر ګټور وی د بازار تر ناسالمو خوړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...