تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) یونیسف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو د پراخېدو او هغو راپورونو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پکې ویل شوي ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
«که څه هم موږ د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د نورو شریکانو سره په همغږۍ د دغو راپورونو د تایید پر هڅه بوخت یوو، خو دا له اوسه څرګنده ده چې ماشومان درنه بیه پرې کوي.
«د سختو جګړو له پای ته رسېدو وروسته، هغه کورنۍ چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړوونکي زلزلې ژوندي پاتې شوې وې، اوس له هغوی څخه د خوندیتوب لپاره پولې ته نژدې د بېځایه شوو له کمپونو د وتلو غوښتنه کېږي. دغه اغېزمن شوي کمپونه د اړینو مرستو د برابرولو لپاره جوړ شوي وو، چې پکې سرپناه، خواړه، روغتیايي خدمتونه، خوندي اوبه او د حفظالصحې اسانتیاوې، د ماشومانو لپاره خوندي فضاوې، او بېړنۍ زدهکړه شاملې وې. دا مرستو ۱۷ زره ژوندي پاتې شویو کسانو ته رسېدې، چې نژدې نیمایي یې ماشومان دي.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو پرون هم په کونړ کې د راستنو شویو کډوالو پر کمپ د توپونو ګولۍ ورولي او لږ ترلږه ۳ ماشومان یې وژلي دي خحو یونسیف یې یادونه نه ده کړې.
«د ملګروملتو دا اداره وايي: «د هغو کورنیو لپاره چې لا دمخه یې ډېر څه له لاسه ورکړي، دا بیاځلي بېځایه کېدا د هغوی کړاو لا زیاتوي. یو ځل بیا ماشومان له هغه لږ ثباته بېبرخې کېږي چې ترلاسه کړی یې و، او د ناروغیو، خوارځواکۍ، تاوتریخوالي او استثمار له زیات خطر سره مخامخ کېږي.»
یونسیف په دوام کې ویلي:
په پاکستان کې هم د زیاتېدونکو تاوتریخجنو پېښو له امله د خیبرپښتونخوا په سرحدي سیمو کې ماشومان او کورنۍ اغېزمنې شوي دي. راپورونه وایي چې چارواکو د احتیاطي اقدام په توګه ۱۳۸ دولتي ښوونځي تړلي دي، ځکه چې په دې وروستیو کې پر ښوونځیو بریدونه شوي، او د مومندو په غلنۍ کې د ډرون برید هم شوی. دې کار زدهکړې ته د زرګونو ماشومانو لاسرسی ګډوډ کړی دی. عادي واکسیناسیون هم اغېزمن شوی دی. بېځایه کېدا او ناامني د ساتنې اندېښنې زیاتې کړې دي، چې پکې د ټپي کېدو او د ژوند د بایللو خطر، او همداراز په اغېزمنو ټولنو کې د ناچاودېدلو مهماتو ګواښ شامل دی.
«یونیسف له ټولو اړخونو غواړي چې تر ټولو لوړه کچه زغم وښيي، د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي، او د نړیوالو بشري او د بشري حقونو د قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي. ماشومان باید هر وخت خوندي وساتل شي.»