تاند (سېشنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) لپټاپ نن سبا زموږ د کار، زدهکړې او تفریح یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده، خو د روغتیا متخصصان خبرداری ورکوي چې په اوږدمهال ډول په غېږ کې د لپټاپ اېښودل او کارول جدي روغتیایي ستونزې پېښولی شي.
له تود لپټاپ څخه خپرېدونکې وړانګې (EMF) او تودوخه ښايي سمدستي زیانمنې ښکاره نه شي، خو د وخت په تېرېدو سره د بېلابېلو ناروغیو، د سرطان د احتمالي خطر، د پوستکي د ستونزو او د غاړې او ملا د درد سبب کېدای شي.
په ځانګړې ډول امېندواره ښځې او د نارینهوو تولیدي غړي له زیات خطر سره مخامخ کېدای شي، ځکه تودوخه او وړانګې د بدن پر غړو منفي اغېز لرلای شي. سربېره پر دې، د لپ ټاپ ر شیشې یا سکرین شنه (نیلي) رڼا د خوب هورمونونه ګډوډوي او د ستړیا او د خوب د اختلال ستونزې رامنځته کوي.
متخصصان سپارښتنه کوي چې لپټاپ باید تل پر مېز یا ځانګړي اېښودځای (لپسټنډ) کې کېښودل شي، څو بدن خوندي پاتې شي او کار هم اسانه شي.
دا اقدام نه یوازې د روغتیا لپاره ګټور دی، بلکې ستاسو ورځني فعالیتونه او د خوب کیفیت هم ښه کوي.