تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) د افغانستان د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي، د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیو کې د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د پاکستاني جنګي الوتکو له الوتنو او د طالبانو د ځواکونو له ډزو و نه وېرېږي. هغه وویل چې طالبان د دغو الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره «هوایي ډزې» کوي.
ښاغلي خوارزمي ادعا وکړه چې طالبانو له پاکستان سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه تر۱۰۰ ډېر پاکستاني ځواکونه وژلي او لږ تر لږه ۲۵ پوستې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي. په مقابل کې پاکستان ادعا کوي چې لږ تر لږه ۴۱۵ طالبان یې وژلي دي.
تر اوسه دغه شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوې. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عموماً مبالغه امیزه شمېرې ورکوي.
په شکین ولسوالي کې د پاکستاني ټانګ له منځه تګ
د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د دوشنبې په سهار د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې یو پاکستاني زغرهوال ټانک په نښه او له منځه وړی دی. د وزارت په وینا، دغه ټانک د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د انګور اډې له سیمې څخه په ړندو ډزو بوخت و.
همداراز دفاع وزارت ویلي چې د دوشنبې له غرمې وروسته یې د پکتیا ولایت په ډنډپتان ولسوالۍ کې د پاکستان یوه پوځي کمېنشري په نښه کړې ده. د وزارت په وینا، په دې برید کې مقابل لوري ته «درنې مرګژوبلې او تاوانونه» اوښتي دي.
دفاع وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان بریدونه به بېځوابه نه پرېږدي.
په تورخم کې پر دوو تجارتي مارکېټونو د پاکستان حملې
د تورخم ښاروال مولوي عبدالله مصطفی پرون ( دوشنبې) باختر آژانس ته ویلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د ړندو مرمیو لګېدو له امله په تورخم کې په دوو تجارتي مارکېټونو کې اورلګېلی دی.
د نوموړي په وینا د یوه مارکېټ اور د اطفایې او اړوندو ادارو په هڅو وژل شوی او د بل مارکېټ اور د وژلو هڅې روانې دي.
نر دې وړاندې وړمه شپه هم په تورخم ښارګوټي کې یو شمېر دوکانونه د پاکستان د ړندو مرمیو د لګېدو له امله سوځېدلي، چې له امله یې عامو ولسي وګړو، سوداګرو او دوکاندارانو ته د میلیونو افغانیو مالي زیان اوښتی دی.
ننګرهار کې د پاکستان کشفي بې پیلوټه الوتکه وغورځول شوه
باختر اژانس په ننګرهار کې د افغان امنیتي چارواکو په قول وویل چې د پاکستان یوه کشفي الوتکه پرون (دوشنبې) د ماسپښین شاوخوا درې بجې په ننګرهار کې ویشتل شوې ده.
د راپور له مخې، دا بې پیلوټه کشفي الوتکه د ننګرهار هوايي مفرزې په اړوندو کې غورځول شوې ده.
د ننګرهار هوايي مفرزې مسوولان ډاډ ورکوي، چې د دښمن تحرکات څاري او پر وړاندې یې چټک اقدام کوي.
افغان هکرانو نورې پاکستاني ویبپاڼې هک کړې
له بلې خوا د افغان هکرانو له لوري د پاکستان پر ویبپاڼو د حملو په ترڅ کې د پاکستان د صدراعظم د دفتر، د ځینو مالي بنسټونو، وزارتونو، رسنیو او تنظیموونکو ادارو وېبسایټونه هم شامل دي، او د دغو وېبپاڼو د پتو لېست هم خپور شوی دی.
د هغو ویبپاڼو په ډله کې چې افغانانو یې د هک کولو ادعا کړې، یوازې د پاکستان د صدراعظم د دفتر ویبپاڼه وروسته فعاله شوې او نور وېبسایټونه له لاسرسي وتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستاني تلویزیون «جیو نیوز» پر سکرین د پاکستان د پوځ پر ضد پیغام خپور شوی و.
دې مشهورې رسنۍ وروسته خپلو لیدونکو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې شبکې د هک او د خپرونو د ګډوډولو هڅې روانې وې. جیو نیوز د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې دا موضوع جدي وڅېړي، بېړني اقدامات وکړي او د دې پېښې له عاملانو سره حساب کتاب وکړي.
د سي آی اې د پاکستاني پلوې غړې ادعا
په همدې منځ کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سيآیای) پخوانۍ کارکوونکې، سارا اډمز ادعا کوي چې په تېرو دوو شپو (د حوت نهم او لسمه) کې د پاکستان هوايي ځواک په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ مرکز په نښه کړی دی.
د هغې په وینا، د پنجشیر د طالبانو ځانګړي ځواکونه تر ډېره د افغانستان له جنوبلوېدیځو سیمو جوړ شوي او له القاعده او د ازبکستان اسلامي غورځنګ سره همکاري لري.
مېرمن اډمز زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د طالبانو درې غړي، چې حکمتالله طلحه، قاري روحالله او قاري نویداحمد حقیار نومېږي، وژل شوي دي.
تېره شپه (دوشنبې) هم په پنجشېر کې د پاکستاني الوتکو الوتنې روانې وې. دا پر له پسې درېیمه شپه ده چې په دې سیمه کې پاکستاني الوتکې د بمبارۍ هڅې کوي او له لاندې پرې ډزې کېږي.
زرداري وايي، افغانستان د پاکستان له سرو کرښو تېر شوی
له بلې خوا د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې په یوه غونډه کې وویل چې طالبانو د پاکستان په لوېدیځو پولو کې د بریدونو په ترسره کولو سره د اسلاماباد له «سرې کرښه» اوښتې دي، او پاکستان یې په غبرګون کې «یو روښانه پیغام» ورکړی دی.
زرداري ټینګار وکړ چې پاکستان یو مسوول اټومي دولت دی او د خپل ملي حاکمیت پر وړاندې به هېڅ ډول تېری ونه زغمي.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې د ګواښونو پر وړاندې د «ستراتېژیک زغم او پیاوړي عزم» له لارې ځواب ورکوي.
په کونړ کې د راستنو شویو کډوالو پر کپ د پاکستان برید
راپورونه وايي چې په کونړ ولایت کې د راستنو شویو کډوالو پر یوه کمپ پاکستاني ځواکونو د توپونو برید کړی او لږترلږه ۳ ماشومان یې له کبله وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل چې دا برید د دوشنبې په ورځ د توپ په وسیله شوی دی.