تاند – له نن څخه ۱۷۸ کاله پخوا د ۱۸۴۷ د مارچ په ۳ یمه د ټېلفون او فونوګراف مخترع الکساندر ګراهام بل د سکاټلنډ په مرکز ادنبرا کې وزېږېد.
دا ساینسپوه، څېړونکی، انجنیر او مخترع، خپل اصلي شهرت د ټیلیفون د اختراع او د امریکا د ټیلیګراف او ټیلیفون شرکت (AT&T) د بنسټ ایښودو له امله ترلاسه کړی. د الکساندر پلار، نیکه او ورور ټول نامتو ویناوال وو، او مور او مېرمن یې دواړه کڼې وې. دا کورنۍ حقایق د ده د ژوند په مسیر او څېړنو ژور اغېز درلود.
لومړنۍ څېړنې او د ټیلیفون اختراع
ګراهام بل خپلې لومړنۍ څېړنې د اورېدلو د وسایلو او وینا په اړه وکړې، چې دا څېړنې وروسته د دې سبب شوې چې په ۱۸۷۶ کال کې یې د امریکا د اختراعاتو په دفتر کې د لومړي ټیلیفون اختراع ثبت کړه.
جالبه دا ده چې بل تل ټیلیفون د خپل اصلي مسلک، یعنې څېړنو لپاره مزاحم باله، او هیڅکله یې په خپل دفتر کې ټیلیفون نه درلود. د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې یې د نوري مخابراتو، نوري فایبر ارتباطاتو، د الوتکو صنعت، او د اوبو د لوړ سرعت بېړیو په برخو کې مهمې څېړنې وکړې. هغه د نشنل جیوګرافیک ټولنې له بنسټ اېښودونکو څخه هم و، او له ۱۸۹۸ څخه تر ۱۹۰۳ پورې د دې ټولنې د مرستیال په توګه یې خدمت وکړ.
زوکړه او زده کړې
الکساندر ګراهام بل د ۱۸۴۷ کال د مارچ پر ۳مه د سکاټلنډ په ادینبرګ کې وزېږېد. ده دوه وروڼه لرل، میلوېل جېمز بل او اډوارډ چارلس بل، چې دواړه په ځوانۍ کې د توبرکلوز له امله وفات شول. د هغه پلار، پروفیسر الکساندر میلوېل بل، د فونیټیکس (غږپېژندنې) څېړونکی و، او مور یې، الیزا ګرېس، له ۱۲ کلنۍ څخه کڼه وه.
بل د ماشومتوب له وخته د طبیعت کشف ته لیواله و، د بوټو او حیواناتو ډولونه یې راټولول او څېړل. په ۱۲ کلنۍ کې یې لومړۍ اختراع وکړه: یوه ساده وسیله چې د غنمو د پوستکي د جلا کولو لپاره کارېده.
هغه نه یوازې ساینس ته لیواله و، بلکې له موسیقۍ، هنر او شعر سره یې هم ډېره علاقه لرله. پرته له رسمي زده کړو، هغه پیانو زده کړه، او د تقلید غږونه یې هم زده کړل، چې د کورنۍ غړي یې په مېلمستیاوو کې خوشاله کول. د مور د اورېدلو له ستونزې سره، هغه د ګوتو یوه ځانګړې ژبه اختراع کړه چې خپلې مور ته یې د کورنۍ د خبرو مانا بیانوله. دا هڅې د دې سبب شوې چې بل د اکوسټیک (غږ پېژندنې) علم ته جدي پام واړوي.
د وینا او فصاحت زده کړه
د بل کورنۍ له پخوا راهیسې د فصاحت او وینا تدریس ته ژمنه وه. د هغه نیکه په لندن، تره یې په ډوبلین، او پلار یې په ادینبرګ کې دا علم تدریساوه. پلار یې د وینا د تدریس په اړه کتابونه ولیکل، چې ځینې یې تر ننه معتبر دي. الکساندر بل ته یې هم د “وینا تصویري نښې” تدریس کړې.
بل د خپلو دوو وروڼو په څېر ابتدايي زده کړې په کور کې وکړې، بیا د ادینبرګ په سلطنتي لېسه کې داخل شو، خو له څلورو سمیسترونو وروسته یې دا ښوونځی پرېښود، ځکه چې یوازې یې له ساینسي علومو سره علاقه لرله او نور مضامین یې نه خوښول.
پوهنيزې څېړنې او د ټیلیفون لومړنۍ تجربې
په ۱۸۶۳ کال کې، د هغه پلار د چارلز ویتستن یو اتوماتون (روباټ) وروښود، چې د ولفګانګ فان کمپلن د څېړنو پر بنسټ جوړ شوی و او د انسان د غږ تقلید یې کاوه. بل له دې الهام واخیست، د کمپلن د کتاب ژباړولو ته یې ملا وتړله، او له خپل ورور ملویل سره یې د دغه روباټ یو ساده ماډل جوړ کړ.
د دې تجربو پر بنسټ، بل د غږونو د انتقال مطالعه وکړه، او د دیاپازون (تونټیونک) وسیله یې وکاروله. د ۱۹ کلنۍ په عمر کې یې خپل لومړني څېړنیز نتایج د پلار د یوه همکار، الکساندر الیس، ته واستول. الیس هغه ته وویل چې په جرمني کې هم ورته څېړنې شوي دي، او د هرمان فون هلمهولتز کتاب یې ورته واستاوه. بل، چې جرمني ژبه یې ښه نه وه زده، کتاب ته د ناسمې ژباړې له مخې داسې فکر کاوه چې هلمهولتز د غږونو د تولید لپاره برېښنا کارولې ده، نو ځکه یې خپل تحقیق ته ادامه ورکړه، چې وروسته یې د ټیلیفون د اختراع بنسټ کېښود.
د ټیلیفون اختراع
په ۱۸۷۴ کال کې، بل د “هارمونیک تلګراف” پر جوړولو تمرکز وکړ، چې مختلفې غږیزې نښې یې د یو واحد مزي له لارې انتقالولې. د ده د تحقیق لپاره د ګارډینر هابارد او توماس سندرز مالي مرسته ډېره مهمه وه.
په ۱۸۷۵ کال کې، د بل مرستیال، توماس واټسن، په تصادفي ډول د وسیلې یوه برخه پرې کړه، چې له امله یې بل د وسیلې بلې خوا ته یو غیرعادي غږ واورېد. دا کشف د ټیلیفون د پرمختګ اساسي پړاو و.
په ۱۸۷۶ کال کې، بل په رسمي ډول د ټیلیفون اختراع په خپل نوم ثبت کړه. د ده سیال، الیشا ګري، هم د ورته اختراع ثبتولو ته چمتو و، چې د دواړو ترمنځ سیالي را پیدا شوه.
په ۱۸۷۶ کال کې، بل خپل مرستیال واټسن ته لومړنی بریالی صوتي پیغام واستاوه:
“ښاغلی واټسن، لطفاً دلته راشئ، زه غواړم تاسو ووینم!”
دا اختراع د مخابراتو په نړۍ کې ستر انقلاب و، خو په لومړي سر کې، کمپنیو دا یوه بېارزښته وسیله ګڼله. د وسترن یونین کمپنۍ مشرتابه د دې اختراع د اخیستو لپاره د ۱۰۰,۰۰۰ ډالرو وړاندیز رد کړ، خو دوه کاله وروسته پښېمانه شول.
وروستۍ کلونه او میراث
الکساندر ګراهام بل خپل ژوند د ساینس، اختراعاتو او د کڼو زده کړې ته وقف کړ. هغه د نشنل جیوګرافیک ټولنې له بنسټاېښودونکو څخه و.
دی د ۱۹۲۲ کال د اګست پر ۲مه په ۷۵ کلنۍ کې د شکرې (Diabetes) ناروغۍ له امله وفات شو. د ده په تدفین په مراسمو کې، د امریکا د ټیلیفون ټولې شبکې د درناوي په توګه یوه دقیقه خاموشه شوې.
بل، د ټیلیفون د اختراع ترڅنګ، د نوري مخابراتو، هوايي چلند، او د کڼو د زده کړې په برخو کې مهم نوښتونه وکړل، چې تر نن پورې یې اغېز پاتې دی