Home+د انسان د ذهن تیارې او یا تور سیوری| ډاکټر عیسی ستانکزی

د انسان د ذهن تیارې او یا تور سیوری| ډاکټر عیسی ستانکزی

له دې سره سره چې علم او تیکنالوجۍ له خورا زیات پرمختګ کړی او  مصنوعي ځیرکتیا ورو ورو انساني کارونه اخلي خو لا هم د انسان د روان او باطن په هکله ډیر څه پټ پاتې دي، ځکه خو ډیری کسان وایي چې مصنوعی ځیرکتیا به د ډېرو ستونزو حل راوباسي خو د انسان د روان او باطن په پیژندنه کې ډېره اوږده لار په مخکې لري.

تر اوسه پورې داسې ماشین او یا کمپیوټر نه دی پیدا شوی چې د انسان د اروایي ناروغیو تشخیص وکړي. که څه هم د نیوروساینس او د مازغو د جوړښت، د اناټومۍ د فزیولوژۍ یا دندو په برخه کې کار شوی دی خو د ارواپوهنې په برخه کې لا هم د پخوانیو ارواپوهانو ځینې نظرېې لا هم کارندولی لري. د مثال په  توګه ګوستاف یونګ کلونه وړاندې یوه نطریه وړاندې کړه چې لا هم کارندوالی لري.

کارل ګوستاو یونګ د سویس ارواپوه ؤ چې لومړی یې دغه مسله مطرح کړه. نوموړی له زیګموند فروئید سره په یو وخت اوسیده او د فروئيد مرستیال هم پاتې شوی. البته وروسته دغو دوو خپلې لارې بیلې کړې. د لومړي ځل لپاره یونګ وویل چې هر انسان له ځان سره یو سیوری لري هغه تیاره سیوری چې له شرم او یا د ټولنې، کورنۍ او مذهب د بندیزونو له امله یې نه شي سپړلی. دغه پیټی له ماشومتوبه ډکیږي د ذهن، شخصیت یا وجود سیوری هم شخصي او هم ټولنېز وي. يونګ وایي انسان یو ظاهري جوړښت او شخصیت لري او یو بل شخصیت یې سیوری او یا د ذهن تیاره برخه کې پروت وي. په انګریزي کې دغې برخې ته  سیوری (Shadow) او یا  «The Dark side of humanity» وایي.

دغه د ذهن او یا شخصیت تیاره برخه کومه ده او ولې په دې نامه یادیږي. کله چې ماشوم د خپل ژوند په لومړیو کلونو کې خپل شخصیت جوړوي له فرهنګ، دیني او ټولنېزو محدودیتونو سره هم مخامخیږي، په دې ډول هر هغه شی چې ټولنې، مور او پلار او یا دین، او کلتور سره په ټکر کې وي نو ماشوم دغه ټول شیان د خپل ذهن دغې تیارې برخې ته ورټېل وهي او د خپل ذهنی تیاره برخه یا  یا کڅوړه پرې ډکوي . البته نه یوازې په ماشومتوب کې بلکه ټول عمر موږ دغه برخه کې زیاتولی او کمولی شو.

دغې مسلې ته په نوره نړۍ کې ډېر پام کیږي او له ماشومتوبه انسان ته دا ورزده کوي چې دغه کڅوړه ورو ورو تشه کړي البته دا د ټولو انسانو ځانګړنه ده او د شرق اوًغرب انسان له ځان سره دغه سیوری ټول عمر ګرځوي خو کومه ټولنه، مور او پلار، ښوونکي او نور روزونکي چې د عمر په اوږدو کې د دغې کڅوړې د پرانستلو او د دغه تیاره وجود او ذهن د سپړلړ فکر کوي همدومره پکې انسان خوشاله وي او سکون ته رسیږي، ښایي پښتنې ټولنه د نورو مسلو تر څنګ په دې برخه کې هم ډېرې  ستونزې ولري او مونږ هر یو له ځان سره تر خپل ظاهري وجود او شخصیت ډېر پټ شخصیت ولرو او ښايي زمونږ د ذهن دغه تیاره برخه تر نورو ډېره درنه وي. د نورو علتونو ترڅنګ د یو بل د نه زغملو او خشونت یو علت هم ممکن په دې تیاره غوټه کې پټ وي. ځکه چې دغه پت شخصیت زموږ په ژوند او پریکړو اغیز لري.

که مونږ خپلې غوښتنې، غرایز او خواهشات وځپو او د بیانولو او تر لاسه کولو وړتیا ېې ونه لرو نو ورو ورو دغه امیال، غوښتنې او ارزوګانې خپل لاشعور ته استو او هلته ېې زیرمه کوو. دغه د تیاره ذهن بوج کله هم له منځه نه شو وړلی مګر دا چې له ځان سره ریښتیني و اوسو.

تر هغو چې د خيل تیاره ذهن دغه برخې ونه پیژنې او برسېره ېې نه کړې د شخصیت او روان د بدلون هیڅ هڅه به ګټه ونه کړي. په دې هکله په لودیځ کې ډېرې څېړنې شوي د مثال په توګه ډبي فورډ په دې هکله وایي:

د انسان د ذهن تیاره برخه یا سیوری په حقیقت کې داسې بوخڅې یا کڅوړې ته ورته دی چې له ماشومتوبه هغه شیان چې نور ېې نه خوښوي پکې اچوو له همدې امله ېې برسېره کول راته سخت وي ځکه د انسان طبیعیت داسې جوړ دی چې نه غواړي په یوې ټولنې او یا کورنۍ کې منزوي وي اوًهغه څه چې شرم بلل کیږي او د انزوا اصلي علت دی هغه نه بیانوي. که دغه شیان بیان شي نو په ټولنه کې منزوي کیږي نو ځکه خو ډیر ځله دغه برخه د دې په ځاي چې برسیره شي نوره هم ژوره کیږي. د دغې تیارې د برسیره کولو لپاره کارل ګوستاف یونګ مونږ ته وایي چې څنګه له دغې تیارې او یا له دغې کڅوړې د ذهن د تیارو په رابرسېره کولو سره د رڼا په لور تللی شو. هغه ټولنې چې مدني او فردي ازادۍ پکې ډیرې وي د وګړیو د ذهن دغه برخه ېې کمه وي. فردي محدودیتونه، دودونه، او ناسم مذهبي فشارونه دغه کڅوړه نوره هم ډکوي.

یوې خبرې ته دلته باید پام وکړو چې ماشومتوب د دې کڅوړې د ډکولو موقع ده، نو څومره چې ماشوم ورټل شي او د شرم احساس وکړي هومره به د وجود او یا ذهن تیاره برخه لویږي ، دغه راز په کومه ټولنه کې چې دودپاله او ډېره مذهبي وي او د شرم او غیرت په شان ډېر محدودیتونه ولري هومره دغه تیاره ژوره وي لکه چې مخکې مې وویل دلته هغه پیښې ، خبرې، او خاطرې پرتې وي چې مونږ ېې نه خوښوو، دا خبره په دې معتی ده چې مونږ د خپل وجود یوه برخه نه خوښوو که څه هم دا زمونږ د وجود او زمونږ د ژوند یوه برخه هم ده. دا خبره باید هیره نه کړو چې همدغه تیاره برخه مونږ ته لوېۍ ستونزې او حتی ناروغۍ رامنځته کولی شي. که دغه برخې نه شو سپړلی یوازې پیژندل ېې هم  څه ناڅه مرسته کولی شي چې دغه برخه زموږ پر پریکړو، او ورځني ژوند اغیز ونه کړي. د انسان دغه تیاره سیوری هم فردي دی او هم ټولنیز. فردي په دې معنی چې هر انسان په خپل ذات کې دغسې یو سیوری لري چې بل چا ته ېې نه ښيي او ټول عمر ورسره ژوند کوي.

په ټولنیزو مسلو کې هم داسې شیان شته چې ټولنه ېې په ټول کې د بیان جرائت نه لري. په لودیځ کې د کورونا د وخت ستونزو ته  که لږ اشاره وکړو په دې ټولنه کې دغه مسله د ټولنې د جمعي شعور سیوری وبلل شو. په هغه وخت کې حکومتونو په هر څه بندیز لګولای ؤ او ځینو کسانو ویل چې کرونا او دغه ټوله کیسه یوه ډرامه او توطئه ده د دغو کسانو د نظرونو په وړاندې ډیرو پوهو او رونډ اندو کسانو د حکومتونو په دغو بندیزونو نیوکه نه شوای کولی ځکه شرمیدل که نیوکه وکړي نو د ټولنې له لوري احمقان بلل کیږي. ځکه چې اکثریتو هغه کسان غندل او احمقان ېې بلل چې کورنا ېې یوه توطه بلله، ډیرو حکومتونو له دط لارې د خلکو د کنټرول هڅه وکړه خو هیچا غږ هم پورته نه کړ. زموږ په ټولنه کې دغسې مثالونه زیات دي مثلا په مذهبي برخه کې خلک ډیر څه نه شي ویلی چې د کفر ټاپه پرې ونه لګول شي، او د کلتوري مسلو په وړاندې هم دغسې مثالونه شته مثلا ډیری کسان پوهیږي چې د خلکو په منځ کې د خپلې میرمنې او یا خور او حتی مور د نوم اخیستل هیڅ د شرم خبره نه ده خو بیا هم له شرمه او د دې لپاره چې د بې غیرته ټاپه پرې ونه وهل شي دغه ناسم دود د نورو ناپوهو کسانو په شان عملي کوي او له ټولنې سره په پټو سترګو روان وي. په ډیرو ټولنو کې ګورو چې هر هغه کس چې د خپل دود او کلتور له دایرې بهر فکر وکړي نو د احمق ګمان پرې کیږي له همدغسې ویرې انسان ځان په خپله سانسوروي زما د بحث اصلي موضوع  ټولنیزه اروا پوهنه نه ده نو په فردي ډول به د انسان د تیاره ذهنیت او سیوري په هکله ډیر تم شم. یونګ وايي تیاره ذهنیت حتما باید منفي نه وي بلکه مثبت فکرونه او تجربې هم ممکن دغې ژورې څاه ته ورغوځوو ځکه چې ډیر ځله د ټولنیزو فشارونو او ویرې له امله موږ مثبت فکرونه او تجربې هم نه شو بیانولی. په حقیقت کې زموږ ظاهري شخصیت او هغه سیوری چې زموږ په تل کې دی دواړه چې یو ځاي شي نو کامل انسان او شخصیت مو بیانیداي شي. یعنې د دواړو په شتون کې موږ ځان تعریفولی  شو له دې پرته دځان پیژندل هم سخت وي نو موږ له دغه تیاره شخصیت او سیوري پرته  بشپړ نه یو. دغه سیوری چې کله برسیره شي نو له ویجاړونکي فکر او تجربې څخه ممکنه ده جوړوونکي فکر او تجربو ته بدل شي. دا خبره انساني علومو کې جوته شوې ده هغه کسان چې دغه وړتیا ولري او دغه خاطرې وسپړي، بیان ېې کړي او شریکې ې کړي دوي تر نورو د ډیر زغم خاوندان وي او خوشاله ژوند لري.

یو مثال تصور وکړئ چې یوًکس په ماشومتوب کې د خپلو غوښتنو او هیلو د بیان جرائت نه لري، د مور او پلار د ناسم چلند او یا د ټولنې د فشارونو له امله تل خاموشه وي او د یوه ښه او عاجز انسان په توګه پیژندل کیږي،  دغه ټولې غوښتنې ورو ورو د انسان په لاشعور یا سیوري  کې ټولیږي او ممکنه ده دغه کس په ډپرشن او نورو رواني ستونزو اخته کړي او یا ممکنه ده یوه ورځ داسې یوی کار وکړي چې هیڅوک ېې تصور هم نه شي کولی.

ما د خپل کار په موده کې په وطن کې د لویو شویو افغانانو او بهرنیانو او یا په بهر کې د لویو شو یو افغانانو تر منځ دغه توپیر ډېر ښه احساس کړ.

بهرني ځوانان او یا هغه  افغان ځوانان چې په ناروې  او اروپايي ټولنو کې لوي شوي وي  خوشاله ښکاري او خپلې غوښتنې او مسلې ډېر اسانه او په ډاګه بیانوي چې ممکن دغه ډول ماشومان یا ځوانان زمونږ د افغان میندو او پلرونو له نظره سپین سترګي ښکاره شي خو افغان ماشوم چې ډیر څه نه شي ویلی او د ټولنې، اوً مور یا پلار د فشار له امله خپله خبره نه شي بیانولی تل ارامه ، خواشیني او کم جرئته یا بې زړه وي، ځینې چې لږ د خبرو جرئت لري ډیر ژر خشونت او جنګ ته مخه کړي. هغه نجونې او هلکان چې ډیر مودبه وي او د نورو احترام ډیر یات کوي په موږ کې منل شوی کس وي او که هغه هلک او نجلۍ خپله د زړه خبره په ډاګه کوي او له ټاپو او پیغورونو نه ویریږي هغوي سپین سترګي بلل کیږي.

نو هیله ده په دې برخه کې افغان میندې او پلرونه پام وکړي او حتی زموږ مشران باید کله ناکله له ځان سره کښیني او حساب کتاب وکړي چې کومه خبره او کوم عمل منطقي دی او کومه خبره دا سې ده چې د کلتور، دود، فرهنګ له ډاره له امله په زغرده نه ده بیان شوې.

دا ډیر لوي بحث دی خو دا چې په دې لیکنه کې مو همدومره توجه کړې وي چې ولې موږ دغه تیاره ذهن لرو او دغه لا شعوري تیاره اړخ څومره مهم دی نو  له تاسو سره به مرسته وکړي چې په دې هکله نوره مطالعه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...