تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۲مه) په داسي حال کې چې له پېښور او شاوخوا سیمو څخه رارسېدلي راپورونه ښيی چې پاکستاني پولیسو د اسناد لرونکو او بې اسناده افغان کډوالو نیونو او ځورونو ته زور ورکړی، د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت وبلي چې په موقتي ډول د غبرقانوني افغان کډوالو پر ضد عملیات درولي دي.
پولیس وایي چې دا اقدام یو اداري ګام دی او د تګلارې دایمي بدلون نه بلل کېږي.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستان پر افغانستان د بریدونو له پیلولو سره هممهاله د خیبرپښتونخوا په شمول په ټولو ایالتونو کې د افغان کډوالو پر ضد اقدامات سخت کړي او ډېر شمېر یې نیولي دي.
پاکستاني رسنیو نن له موضوع سره د بلدو سرچینو په قول وویل چې دا ځنډ د ځینو اداري ملاحظاتو د ارزونې لپاره شوی دی. خو چارواکو دا نه دي ویلي چې عملیات به کله یا ایا بېرته پیل شي که نه. د پولیسو استازو بیا ټینګار کړی چې دا پرېکړه باید د پالیسۍ دایمي بدلون په توګه ونه ګڼل شي، بلکې یوازې د پلي کېدونکو اقداماتو موقتي ځنډ دی.
راپورونه ښيي چې وضعیت لا هم بدلېدونکی دی او صوبایي چارواکي پرمختګونه له نژدې څاري.
تر دې دمه، په صوبه کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت د دې ځنډ د اغېزو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. چارواکو ویلي چې راتلونکې پرېکړې به له نیول کېدو سره سم اعلان شي.