Homeخبرونهدفاع وزارت: افغان ځواکونو د کندهار په محاذ کې ګڼې پوستې او...

دفاع وزارت: افغان ځواکونو د کندهار په محاذ کې ګڼې پوستې او اډې له وسلو سره نیولي

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) طالبانو د دفاع وزارت وايي چې د کندهار په محاذ کې هم جګړه روانه ده او پاکستاني ځواکونه د شا تګ په حال کې دي.

د دفاع وزارت ویندوی نن (سې شنبې) د افغانستان او پاکستان د جګړې په شپږمه ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «جګړه لا هم روانه ده. دښمن خپل مورال له لاسه ورکړی او خپلې پوستې پرېږدي.»

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د کندهار په ولایت کې د پاکستان لس پوځي پوستې، له وسلو او نورو تجهیزاتو سره، نیولي دي.

هغه دا هم وویل چې د طالبانو ځواکونو د کندهار په یوه ولسوالۍ کې یو لوی زغره‌وال پوځي مرکز نیولی او هلته یې یو زغره‌وال ټانک ویجاړ کړی دی.

دا وروستۍ څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د مارچ په دوهمه، دوشنبه ناوخته، په کندهار کې د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د سې‌شنبې په سهار شپږمې ورځې ته داخله شوه، په داسې حال کې چې دواړه لوري د جګړې په ډګر کې د لاسته راوړنو ادعاوې کوي او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته، په ځانګړي ډول د کندهار په جنوبي ولایت کې، د هوايي بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

2 COMMENTS

  1. تور پنجابی د اسرائیلو صیهونیستانو سکه ورور ده. دغه مرتدین په مخامخ جګړه هیڅ زور نه لري . دوی کټ مټ د اسرائیلو په شان ملکي وګړي وژني.دغه د یوه مرتد او منافیق دښمن خوی ده. له توره پنجابه داسي جهاد فرض ده له اسرائیلو او د هغوی له پلویانو سره. تور پنجابی دومره جاهل ده سي افغانستان په څنګ کې دغه د لستوڼي مار پروت ده خو زموږ تاریخ یې نه ده ویلئ. دوی کاڼه دي ګونګیان ده سي په سترګو لیدلی باندي ړانده دي.د پنجاب مرګ به د افغان اتل ولس په مټو وي. دوی باید دا فکر له مغزو یستلی وای سي افغان ولس وسله داسي نه لري لکه پنجاب. افغان ولس په چکمکي توپک تور دجال تر اسلام اباده ( کافراباده) ها خوا ځغلولای سي. درود په افغان اتلانو. مګر او لعنت په پنجابي صیهونیستي داړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...