تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۲مه) اروپايي ټولنې د يونیسف په همکارۍ افغانستان ته د ژوند ژغورنې تغذيوي توکي لېږلي دي.
پر دغه خوراکي توکو به ۲۰زره سخت خوارځواکه ماشومان تر درملنې لاندې ونيول شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) په يوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، د اروپايي ټولنې له لوري د تمويل شويو درېيو بېړنيو بشري الوتنو له ډلې لومړۍ الوتنه افغانستان ته رسېدلې او په ټوليز ډول به ۲۰زره د تغذیوي خوړو (RUTF) کڅوړې ولېږدول شي.
دغه خواړه د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره کارېږي او د بېړنيو تغذيوي پروګرامونو بنسټيزه برخه ګڼل کېږي.
يونېسف په خبرپاڼه کې ويلي، په هېواد کې د دغه توکو د کمښت لامل د کورنيو تدارکاتي سرچينو نشتوالی، له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو او د مرستو کمښت دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې ويلي چې، دوی د افغانستان له زيانمنو ماشومانو سره مرستو ته ژمن دي او دغه مرسته به ۲۰زره ماشومان تر درملنې لاندې ونيسي.
د يونېسف استازي ټينګار کړی، چې د سختې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو پر وخت درملنه د ژوند او مرګ ترمنځ توپير رامنځته کوي او دغه بېړنۍ مرسته به د درملنې بهير له ځنډ پرته روان وساتي.
د يونېسف د معلوماتو له مخې اټکل کېږي، چې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ مېليونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه بشری مرستې د انسانیت پیغام بلل کیږی دا احساس سعدی ع څومره ښه افاده کړی .
آدمی اعضای یک دګرند که در آفرینش ز یک ګوهرند
چو عضوی بدرد آورد روزګار دګر عضو ها را نماند قرار
تو کز محنت دګران بیغمی نشاید که نامت نهند آدمی
د سعدی او نورو اسلامی شعراوو څه اشعار زموږ د مکاتبو او مدارسو په درسی نصاب کی له پیړیو شته او تدریس شوی ،خو مع الاسف نن ورځ د انسانیت ګراف سره له ټولو القابو او شهادتنامو نزولی دی، څو توضیحی مثالونه :
زموږ امرا ،علما او د عادی متوسط ژوند لرونکی وطنوال اکثریت یی که د انرژی او ګازی مشروباتو ،سګرت او نسوار او نور غیر ضروری او مضراتو پیسی خوار ځواکی وهلی ماشومانو ته وباسی څه فکر کوی خوار ځواکی به پاتی شی ؟
نور موارد هم لرو ، موږ که وارداتو کی دقت ،فهم ،تخصص او کار مو اهل ته سپارلی وی لازمی فلتر نه کار واخلو بیا هم ګټه کولی شو لکه
غیر ضروری او بی فایدی ټوکی واردول لکه سامان بازی اطفال ،به میلیونو ډالر یواځې ژاولی واردول ،فیشنی کیمیاوی ټوکی ،کیلویی طلایی زیورات لکه د خری کته (مخکی چي حرامی پیسی نسبتا کمی وی طلا به په ګرام استعمالیده )خو اوس د جهاد او بیت المال غله خپلی خری په طلا کته کوی ؛څه شو انسانیت ،معقولیت او حیاء ؟
دا او سابقه ۱۸ ډوله غوشی د شرمښانو او افسدالناس څه فرق لری؟
د وریښمینو لُنګیو او دیته ورته اضافی غیر ضروری او اسرافی مصارف او اجناس واردول ددی میلیونی خوار ځواکی تر څنګ دا ثابتوی چي
نشاید که نامت نهند آدمی .
حال دا چي موږ وطنی نخی مناسبی لنګۍ لرو ،د هغی صنعت او کیفیت ته باید انکشاف ورکړو او نور ډیر موارد کوم چي عقل او تخصص غواړی .
اوس زموږ ملت ۱۲۰ کیلو موجود چي پلوی لُنګۍ ، روزانه شل رقم خواړه ، لس رقمه ګاډی ،کیلویی زیورات او نوری نخری ولری سره له وارداتی قراردادی چادری ته ضرورت نلرو ،دا انسانیت ندی .
موږ خادم امرا چي اهل او عادل وی او د ګاونډی خوار ځواکی حق وپیژنی، انفاق فی سبیل الله سره آشنا او ارزښت یی ورته معلوم وی او د مسؤلیت د ادا زمری وی نه څوسن ګیدړ ؛اوس عادت د وظیفه خورو پریږده ؛ میدان د خدمت او انفاق دی او یواځی خیر باقی دی .
بیا به نه خوارځواکی وی او نه د نا اهلو انډوخر.