تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۲مه ) د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د سېشنبې په ورځ تایید کړه، چې افغانستان د بلوچستان په شمال کې ۴۱ او په خیبر پښتونخوا کې په ۱۲ ځایونو سخت بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا؛ په دغه بریدونو کې په ټولیز ډول ۶۷ طالبان وژل شوي دي.
تارړ دارنګه پر ایکسپاڼه لیکلي، چې په دې نښتو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني پوځ باید د پاکستاني طالبانو بریدونه په داسې مهال زیاتېږي چې، هم مهاله د افغان او پاکستان پوځيانو ترمنځ هم جګړه له تېرې یوې اوونۍ راهیسې روانه ده.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي اعلان کړی، چې د جګړې له پیل راهیسې د طالبانو لهخوا تر ۱۵۰ ډېر پاکستاني ځواکونه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
خوارزمي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۴۰ پاکستاني پوستو د ویجاړېدو خبر هم ورکړی دی.