Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمنځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان واردات څه باندې ۴۳ سلنې ته...

منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان واردات څه باندې ۴۳ سلنې ته رسېدلي

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۲مه ) افغانستان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوي احصایې ښیي چې، د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاته شوې.

د یاد وزارت د احصایې له مخې د منځني اسیا هېوادونو سره د افغانستان واردات له ۴۳ سلنې څخه زیات او صادرات نږدې دوه چنده شوي دي.

افغانستان په تېر کال کې د ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان په څېر هېوادونو سره پراخه سوداګري تجربه درلوده.

له دې هېوادونو څخه واردات په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۶۷۹ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۳۹۹ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي چې، د شاوخوا ۴۳ سلنې ودې سره برابر دي.

د مالوماتو له مخې د افغانستان تر ټولو لوی واردات برښنا، ګاز او نور سون توکي دي، چې د هېواد د انرژۍ اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.

په ورته وخت کې، د افغانستان صادرات هم له ۱۲۲ میلیون ډالرو څخه ۲۱۶ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي، چې ۷۷ سلنه وده ښیي.

سره له دې چې افغانستان لاهم د وارداتو متمرکز هېواد دی، په صادراتو کې دا د پام وړ زیاتوالی د هېواد لپاره د سوداګرۍ کسرکمولو او په راتلونکو کلونو کې د سوداګرۍ توازن ترلاسه کولو وړتیا لپاره هیله بښونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...