Homeخبرونهدفاع وزارت:جګړه کې تر اوسه ۱۵۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي

دفاع وزارت:جګړه کې تر اوسه ۱۵۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۲مه ) افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وویل چې، د جګړې او د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تردا مهاله د پاکستان شاوخوا ۱۵۰ سرتیري وژل شوي او تر ۲۰۰ پورې ټپیان دي.

نوموړي نن سه‌شنبه د حوت ۱۲ / مارچ درېیمه کابل کې یوې خبري ناستې ته دا مالومات ورکړل.

هغه وویل، په دې لړ کې شاوخوا ۴۰ پوستې هم له‌منځه وړل شوي او زیاته یېکړه چې د طالبانو له لوري جګړه یوازې د دفاع لپاره کېږي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي همدارنګه وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستاني لوري سره ۲۵ ځله نښتې شوي.

د ده په وینا، دغه نښتې کندهار، ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر فرضي کرښه شوي چې ۴ پاکستاني ځواکونه په کې وژل شوي او ځینې یې ټپیان دي.

هدارنګه د پاکستان ګڼ شمېر پوځي وسلې او مهمات هم افغان طالبانو لاس ته ورغلي دي.

عنایت‌الله خوارزمي وايي چې، په یادو بریدونو کې ۲۵ افغان طالبان مړه شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...