Homeسپورتپاکستان د جګړې له کبله د کرکټ سیالۍ راولپنډۍ ته ولېږدولې

پاکستان د جګړې له کبله د کرکټ سیالۍ راولپنډۍ ته ولېږدولې

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له امله د پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې چې ملي شل اوریز ټورنمنټ د راولپنډۍ کرکټ سټیډیم ته ولېږدوي، او پېښور یوازې د نیمه پایلوبې او پایلوبې کوربه پاتې شي.

د لومړني مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه چې ټورنمنټ د مارچ په ۵مه په پېښور کې پیل شي او ادارې په دې ښار کې ټولې تیارۍ بشپړې کړې وې. خو د پاکستان کرکټ بورډ پرون نوی مهالوېش خپور کړ او اعلان یې وکړ چې ټولې سیالۍ راولپنډۍ ته انتقالوي یوازې د مارچ په ۱۶مه به دوې نیمه پایلوبې او د مارچ په ۱۷مه پایلوبه په پېښور کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...