تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) د افغانستان د حکومت یوه ویاند نن سې شنبې وویل، که له پاکستان سره یې شخړه روانه پاتې شي، په کابل کې به د پاکستان سفارت بند کړي.
د حکومت مرستيال وياند، حمدالله فطرت په کابل کې یوې خبري غونډې ته وويل چې تر اوسه د پاکستان د سفارت د بندولو حتمي پرېکړه نه ده شوې خو ممکن داسې اقدام وشي.
نوموړي دا هم ومنله چې پاکستاني الوتکو کابل ته نژدې پر بګرام پوځي اډه بمباري کړې ده خو د سر او مالي زیان یې نه دی اړولی.
فطرت تور پورې کړ چې پاکستان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په بریدونو کې ولسي وګړي په نخښه کړي دي.
پاکستان په کابل کې د خپل سفارت د بندېدو د احتمال په اړه څه نه دي ویلي. خو تېره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ ادعا کړې وه چې په افغانستان کې یې په بمبارۍ کې په سلګونو طالبان وژلي، ګڼې پوځي پوستې او د وسلو زیرمتونه یې ويجاړ کړې دي.
طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې د پاکستان لسګونه پوستې او پوځي اډې یې نیولي یا ویجاړې کړي او ۱۵۰ پوځیان یې وروژلي دي.
پاکستان د فبرورۍ په مياشت کې پر افغانستان بریدونه هغه وخت پيل کړل چې د طالبانو پر حکومت یې د اسلام اباد مخالفه وسله والو د خوندي ساتلو تور پورې کړ. د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.