Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: د ایران له دننه څېره ښايي د هېواد د مشرتابه...

ډونالډ ټرمپ: د ایران له دننه څېره ښايي د هېواد د مشرتابه لپاره مناسبه وي

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۲ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ښايي د ایران له دننه یوه څېره د دغه هېواد د مشرتابه لپاره تر نورو مناسبه وي.

ټرمپ دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ، د سلواغې ۱۲مه، په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فیدریخ مرڅ سره د لیدنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. له هغه وپوښتل شول چې ایا رضا پهلوي د ایران د احتمالي مشر په توګه د ده په ذهن کې شته که نه؟

د امریکا ولسمشر په ځواب کې وویل: «فکر کوم ځینې خلک هغه خوښوي، خو موږ ډېر په دې موضوع فکر نه دی کړی. ښايي څوک له داخل څخه مناسب وي. هغه راته ډېر ښه سړی ښکاري، خو زما په اند هغه څوک چې هماغلته وي او اوس محبوبیت ولري؛ که داسې څوک وي. موږ داسې کسان لرو، داسې کسان چې منځلاري دي.»

د احتمالي مشرانو وژل کېدا

د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د بریدونو په دوو پړاوونو کې هغه کسان وژل شوي چې ده د احتمالي نویو مشرانو په توګه په پام کې درلودل.

 هغه زیاته کړه چې د نوي مشرتابه د ټاکلو لپاره پر یوې غونډې هم «د پام وړ» برید شوی دی.

تر دې مخکې ویل شوي و چې په قم ښار کې د ایران لپاره د نوي مشر د ټاکلو لپاره غونډه کېده خو پرې برید شوی دی.

ټرمپ وویل: «ډېری هغه کسان چې زموږ په ذهن کې وو، وژل شوي دي. اوس بله ډله لرو. هغوی هم ښايي د راپورونو له مخې وژل شوي وي.»

د ایران پر ضد د برید دلیل

هغه د ایران پر ضد د برید د علت په اړه وویل چې «ایران تر امریکا مخکې د برید نیت درلود».

ټرمپ وویل: «فکر کوم هغوی غوښتل لومړی برید وکړي، او ما نه غوښتل چې دا کار وشي.»

ده زیاته کړه، د دې لپاره یې د ایران پر ضد د برید امر ورکړ چې «احساس یې کاوه» د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو له درېدو وروسته، تهران ښايي پر امریکا برید وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایران د جینیوا له درېیم پړاو خبرو وروسته ویلي و چې د امریکا له استازو سره بل پړاو خبرو ته په تمه دی.

د بدترینې سناریو اندېښنه

د امریکا ولسمشر وویل، د ده د برید تر ټولو بده سناریو دا کېدای شي چې د اوسني مشر (خامنه‌یي) په څېر بل څوک واک ته ورسېږي.

هغه وویل: «فکر کوم بدترین حالت دا دی چې موږ دا کار وکړو او وروسته څوک واک ته راشي چې د مخکیني کس په شان بد وي، سمه ده؟»

ټرمپ زیاته کړه: «دا ممکنه ده. موږ نه غواړو دا کار وشي.»

پوځي عملیات او د ایران غبرګون

د امریکا ولسمشر وویل چې امریکایي پوځ د ایران پر ډېرو سمندري او هوايي هدفونو په بریدونو کې بریالی و او زیاته یې کړه چې «نژدې هر څه له کاره لوېدلي دي».

هغه وویل ایران لا هم توغندي توغوي، خو وړاندوینه یې وکړه چې تهران به بالاخره د پرله‌پسې بریدونو له امله دا وړتیا له لاسه ورکړي.

ټرمپ وویل: «هغوی ډېر توغندي توغولي او موږ هم ډېر یې له کاره غورځوو.»

د امریکا ولسمشر همداراز په ایران کې له لاریون کوونکو وغوښتل چې تر هغې چې وضعیت باثباته شوی نه وي، هر ډول اعتراض دې وځنډوي.

هغه وویل: «موږ ویلي چې اوس مهال دا کار مه کوئ. که غواړئ ووځئ او اعتراض وکړئ، فعلاً دا کار مه کوئ.»

1 COMMENT

  1. ترومپ یو جاهل یو نااهله سوډر د امریکې لپا میخائیل ګربچوف ده. د ترومپ له برکته به د امریکې جنازه جهنمي قبر ته وړله کیږي.څنګه سي امریکا یو ملته هیواد نه ده او دټولې قاتلان غله دغه هیواد ته تللي نو ځکه خلک د یوه انقلاب لپاره نه راټولیږي. ترومپ به د امریکې د فرعوني امپریالیزم په تابوت میخونه ووهي. ددغه هیواد ماتې به د ایران د لاسه وي.دغه د صیهونیستو ځاله به سره له لعنتي اسرائیلو ورانیږي. موږ ښه متل لرو ( میږتون سي ورکې ته نیږدې کیږي وزر وکړي ) اسرائیل سوډر او ددوۍ ځاله امریکا د نړیدو په حال کې ده. له دوی سره عربي شیخان د یهودو غلامان هم ذلیله او حتی داسي وخت به راسي مکې ته به د حج لپاره څوک نه ځي ځکه د الله تعالی کور د ابلیس له خوا محاصره ده.منافیق او خبیث مسلمانان به له ورکې سره مخامخ او ددوی ځای به سپیڅلي محمدي مسلمانان نیسي. تور دجال پنجاب خامخا له صیهونیستانو سره یو ځای ذلیله کیږي . ددغه مرتد کافرستان بنسټګر فرنګی ده او له اسرائیلو سره به یو ځای محوه کیږي انشاءالله تعالی. د پنجاب د ورکې وجه به افغانستان وي، دغه سوډر نیږدې ګاوڼډي نه د افغانستان له تاریخ ځان خبر کړ او نه یې له سترګو لیدلي حال سي دغه اتل ولس د مردارستان په پیداښت کې دوو لویو امپراطوریو ته ماته ورکړه یوه شوروي او بله امریکه له پنځوسو نورو هیوادونو سره. دغه سوډر مردارستان هم کوڼ ده او هم ړوند ده. متل لرو وایی کاغي د زرکې پیښې کولې خپل غږ هم ورنه هیر سو. ده فکر کول سي بیوزلی بې وسلې افغانستان به اوس دده مستعمره وي، مګر دغه د زهرو ډکه ګوله سي هر چا خولې ته اچولې بیا یې بدن شل او یار مردار سوئ. زمانه بدله وخت بدل ده. الله تعالی په ستر اسماني کلام کې موږ ته ویلي. زه انسان ته غزت ورکووم زه انسان ته ذلت ورکووم او زه په هر څه برلاسئ یم. نو هغه سي الله تعالی د ازمایښت لپاره لوړ کړل نن به یې د کمزوي په مرسته ذلیله او تباه کړي. 🤲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...