«گله لیوال گله!»
ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته او لوستل مې یې پیل کړل. له لوستلو سره سم باران راباندې وورېد:
ــ د انځورونو باران،
ــ د شاعرانه ترکیبونو باران،
ــ او د عاشقانه شېبو باران.
او دې باران پر ما باندې داسې اغیز وکړ چې د «لام او ایلینو» د دویم ځل لوستلو هوس یې هم راته پیدا کړ.
د بیا ځلې لوستلو په ترڅ کې مې د کاپي کړي متن په حاشیو کې د «لام او ایلینو» د ځینو بیتونو انځورونه چې خوښیدل، نو په هماغه مفهوم مې بیا ځلي د مثنوي په قالب کې لیکل. څو ځایه مې دغسې منظوم یادداشتونه واخیستل، منظومه مې تر پایه ولوستله، چېـرې مې د نورو کتابونو په منځ داسې ایښې وه چې لیدل کیدل نه. څه موده وروسته مې چې پیدا کړل، د یوه نوي یادداشت په ملتیا مې خپاره کړل.
د ۲۰۲۶ ام م کال د جنورۍ پر اوهلسمه مې خپل عمومي ارشیف د یوه فرهنگي یار د هغې بیوگرافۍ په لټون پسې پرانست چې ما پخوا لیکلې وه، ناڅاپه مې دا سرلیک ترسترگو شو:
«گله لېوالگله»
کله مې چې پرانست، هغه لیک مې ترسترگو شو چې د «هوسۍ ــ لام او ایلینو» تر لوستلو وروسته مې د عبدالغفور لېوال په نامه لیکلی و. ورته خوشحاله شوم. دا دی اوس دا لیک له لاسوهنې پرته خپروم او د «لام او ایلینو» د کاپي شوې متن په حاشیو کې مې خپل تخلیق کړي بیتونه د همدې لیک په ملتیا یوځل بیا خپروم:
گله لیوال گله!
په قلم، تفکر او انځورونو دې برکت شه.
کله چې د لوړوغرونو له کلي څخه د لاتدیو د امپراتورۍ قلمروته خوارسپـیره مهاجرشوم، د زړېلات بوډۍ پرلمسۍ باندې مې هره ورځ سترگې لگیـږي، خو…
په همدې ستړي، ستومانه ژوند او پردي چاپیریال کې مې له هوسۍ سره لیده کاته وشول، له هوسۍ سره مې ښایسته ډیر واټن پورې وزغاستل، لوبې مې ورسره وکړې او د نوروښکلو او نووانځورونو د راښودولو تر څنگه یې زما د ذهن په کوڅو کې یوځل بیا ــ د زاړه دښمن په کور کې ــ د ازادۍ شیرام راوالوزاوه، زړه مې د ازادۍ په هوس له هوسۍ سره والوت؛ خو څیره مې زموللې وه، داسې مړاوې چې په لیدویې ان عادي انسانان پوهیدل چې زه په دې چاپېـریال کې محکوم یم، پرڅیرې باندې مې د غم داسې لړې پرتې وې چې هرچا به ویل:
زړښت یې پرځوانۍ لاسبری شوی دی.
په رښتیا هم د ځوانۍ مستي او شور رانه مرورشوي وو.
یوځل داسې هم وشول چې احمدشاه جان بهاند له هالند نه ډنمارک ته راپیښ شو، هوسۍ زما په خوا کې په خوب ویده وه، لاس یې پرې راښکود او راته وې ویل:
لالا! دا به زما د زړه جونګړې ته میلمنه شي.
ډیر وروسته د شریفلالا د مرگ هنګامو اوغمونو لکه وچه پاڼه په هوا کړی وم او شریفلالا د وروستي دیدن له پاره برلین ته وروغوښتم. وروسته له هغه مې چې لالا ته وروستی «د خدای ښه دي» وویل، بیا د غم بوړبښکیوله برلین څخه پسې واخستم ،هالند ته یې ورسولم او…
ما د تخیل د باغ په کنډواله کې له غمونوسره نڅا کوله، داسې مې انگیرله چې زه د مځکې پرسرباندې نه، بلکې مځکه زما پرسرباندې گرځي، چې نا څاپه مې سترگې په «لام اوایلینو» ولگیدې،
یوځل بیا مې د شعر ظریفې منگولې پرزړه راخښې شوې،
مات غږونه بیا سره کوشیر شول،
د کلماتولښکر مې ملاتړلی تر شا ودرید،
د تیارو وزرونه سره ټول شول، بیامې د غنمرنگو په چم کې ځان احساس کړ او…
که گورم «لام او ایلینو» سره ناست دي او د خیالمرکه سره کوي، ما دواړو، ته ډنمارک ته د تگ بلنه ورکړه، دوی یوبل ته سره وکتل، په سترگو کې سره پوه شول چې:
راځه دا به هم کوم ځوان وي، ولې یې خبره پر ډاگ باندې وغورځوو او…
هماغه و چې «لام او ایلینو» مې بېپاسپورته او پرته له ویزې، د خپل لپټاپ د بکس په یوه څنډه کې ویده کړل.
دا دی اوس راسره دي، دوی خوږه مرکه سره کوي او زه یې نندارې ته ناست یم. ما یې لا خوله نه وه راسپـړودې، چې موږ ته د دوی معرف ور راوواهه، پر ځای او په ښه وخت یې زما د زړه ځنځیروشرنگاوه. زه ښه راغلاست ورته وایم او په ځواب او نیک هرکلي کې یې، دغه لیک ورته ډالۍ کوم.
د شعري انځورونو یو مینهوال
آصف بهاند
د۲۰۱۱ م کال د سپتمبردیارلسمه
ډنمارک، هیدرسلیف
دا هم زما څو هغه بیتونه چې د «لام او ایلینو» منظومې د لوستلو په لړ کې، د همدې منظومې د تاثیر په دایره کې تخلیق شوي دي:
په مـــرمــر کـې ایــلـیـنــو چــې راښــکاره شــوه
بــــــل څـــه نـــه وه ښاپـیـرۍ مـــاه پــــاره شــوه
دواړو سـتـــرگـو یــې راجــــوړ، دواړه عـالـم کړ
بـــــل څه نــه شــوه اور یـې پــورې پـه ماتــم کړ
لام ولاړدی حــیــــران گــوري هـرې خــــوا تــه
مــونـدی نـه شـي کــوم یــــو دم دغــې بــــلا تــه
وایـــه څــه خــدای رانـغـښتـلي ستــا څــیــره کـې
چـې یـې ټــول جـهـان حـیـران دی نـــنــداره کـې
د ښــکلا یـــو لـــوی لـښکر خـــو بـنـــدیــوان دی
دغـــه تــیـــږې بــیـا ځــلــي ورتــه زنـــــدان دی
وایــه راز یــې راتــه وایــــه چـې ژونـــدۍ کـړم
گـنې ځـان به دغـو غـرونــــو کې زنــــدۍ کــړم
دغـه هـر څه بـه دې پـښو تـه پـــه سـجــده کــړم
کـه مـړ نـه شـوم، نـو پـــوره به دا وعـــده کــړم
ستا ښکلا نه ده، بس نُـور د لــــوی سبــحـان دی
ته وا هر څه کې خور شوی لوی رحــــمــان دی