Home+افغانستان د ترېیاژ په مرحله کې| شاه‌محمود میاخېل

افغانستان د ترېیاژ په مرحله کې| شاه‌محمود میاخېل

د افغانانو زیاته فکري او فزیکي انرژي د ستونځو په نښه کولو مصرفیږي. ډیره لږه انرژي د ستونځو په حل کولو مصرفوي. حال دا چې باید ډیره انرژي د ستونځو په حل او کمه انرژي د ستونځو په نښه کولو مصرف شي ځکه ستونځې همیشه معلومې او واضحه وي. د ستونځو نښه کولو باندې هربالغ کس که بیسواده یا بیسواده هم وي، تر ډیره حده پوهیږي.

د یو څو بیلګو په توګه، پاکستان او ایران د افغانستان لپاره واضحه سر دردې او ستونځه ده. سیمه ایز او نړیوال رقابتونه، د سیمې او نړیوالې ټولنې بیتفاوتي د افغانستان لپاره واضحه ستونځه ده. فقر او د نفوس زیاتوالې د افغانستان لپاره مهمه او واضحه ستونځه ده. د غیر مشروع، غیر قانونمند او غیر ولسواک نظام شتون او د افغانستان د انزوا حالت مهمه او واضحه ستونځه ده. د طالبانو او هم د طالبانو د اکثره مخالفینو دریځونه او کړنې د افغانستان د ګټو په وړاندې نه راڅرخي، واضحه ستونځه ده. د طالبانو او هم د مخالفینو لیډرشیپ اساسي مشکل او واضحه ستونځه ده.

دا هره ستونځه واضحه ده او په نښه کول یې څو دقیقې غواړي، خو د هرې ستونځې حل په ساعتونو، ورځو او حتی کلونو بحثونه غواړي تر څو د ستونځو د حل لپاره زمینه سازې، د امکاناتو او وسایلو پیدا کول، پلان جوړول او د پلانونو عملي کول تر سره شي. په عوض د دې چې په حل او عملي تګلارو بحث وشي، ټول خپله انرژي په ستونځه بیانولو تیروي چې تا داسې وکړل، ما داسې وکړل او هغه هغسې وکړل.

پدیتوګه افغانستان د ترېياژ په مرحله کې ده. کله چې یو ترافیکي یا بله کومه طبیعي پېښه رامنځته او زیات زخمیان روغتون ته یوړل شي، ډاکتران مریضان په کتګوریو ویشي چې دې مرحلې ته د ترېیاژ مرحله وایي.

لومړۍ د هغه سختو زخمیانو درملنه کوي چې د هغوي د ژوند ژغورولو چانس زیات وي. شاید یو کس ډیر سخت زخمي وي او فریاد به هم کوي. که ډاکتران پوه شي چې د دغه زخمي د ژغورولو چانس نشته، په هغه زخمي وخت نه ضایع کوي. ځینې زخمیان چې د مرګ خطر یې کم وي لکه لاس یا پښه یې ماته وي،  دردونه یې هم ګوري خو د هغوي درملنه وروسته کوي ځکه د مرګ خطر یې نه وي.

په سیاست، مبارزه او مدیریت کې هم د ترېیاژ مرحلو ته اړتیا ده چې اولویتونه وټاکل شي. د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهاله اهدافو د عملي کولو لپاره زمنیه سازي وشي، لازم وسایل او امکانات ورته پیدا شي او عملي پلان او تګلاره رامنځته شي. البته په بحثونو، تاویلو ماویلو، احساساتو او یا د ایډیالیزم په عاطفي بحثونو باندې ستونځې په نښه کیدلې شي، خو د ستونځو  د حل لپاره لارې چارې پیدا کیدلې نشي. که پیدا کیدلې شولې، په دې پنځوسو کلونو کې او په خاصه توګه په تیرو پنځو کلونو کې په ټولنیزو، تصویري، صوتي او چاپي رسنیو کې ډیر زیات بحثونه وشول. د یو چا نه مو په یوه شپه کې قهرمان او په بله شپه کې خاین جوړ کړ. خو څه نتیجه یې ورنکړله. د تداوې په عوض مو د مریض افغانستان په زخمونو باندې نورې مالګې ودوړولې.

د بیلګې په توګه همدا اوس پاکستان د افغانستان په خاوره بریدونه کوي، بیګناه افغانان، ښځې او ماشومان وژني. څه پکار دي؟ ووایو چې افغانستان کې قانونمند او مشروع حکومت نشته او پاکستان دې تر هغې پورې بمباري کوي او خلک دې وژنې تر څو چې قانوني او مشروع حګومت رامنځته شو، افغانستان د انزوا حالت نه ووته، نو بیا به د پاکستان حملې غندو. ایا دا منطق سم دی؟

که  د پاکستان حملې وغندو، ووایو چې افغانان باید د دښمن په وړاندې سره متحد شي او بیا د فرصت نه ټول استفاده وکړي چې د مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام لپاره زمینه مساعده شي تر څو افغانستان د انزوا د حالت نه ووځي. کوم به منطقي خبره وي؟ دلته مسله واضحه ده چې د پاکستان تجاوز وغندل شي، جنګ ودریږي او دویم اپشن لپاره کار وشي.

که دویم اپشن عملي نشو، بیا هم خبره واضحه ده ځکه تر څو چې قانوني، مشروع او ولسواکه نظام په افغانستان کې نه وي، تر هغې بیا هم د افغانستان ستونځې نه حل کیږي. بدبختي به اضافه کیږي او د بد نه بدتر حالت سره به افغانستان او افغانان مخامخ کیږي.

ټاپې لګول خو هسې هم د هر چا په جیبونو کې شته. که دا منطقي موقف نیسي ویل کیږي چې څوک دا موقف لري، هغوي طالبانو ته مشروعیت ورکوي او یا د طالبانو لابیګري دي.

یا ځیني وایي چې تر څو طالبان په قدرت کې وي افغانستان نه جوړیږي. طالبان باید ووژل شي او په زوره د قدرت نه لرې شي. که دا لاره عملي وي، نو مهرباني! چا مو مخه نه ده نیولې؟ پنځوس کاله مو سره ووژل. نه د جنګ لپاره بشرئ قوه کمه شوله او نه جنګونه ودریدل. په دې بحث نه کوو چې څوک جنګ کولې شي یا نه، یا جنګ ته لازم امکانات، ساختارونه یعنې اوګنایزیشونه او با اعتباره رهبري، جغرافیه، عقبه، بشري او سیاسي حمایه او انګیزه لرې او که نه؟  دا منطق داسې معنی لري چې افغانان فقیر دي او که فقیر کسان ټول ووژل شي، نو فقر پخپله له منځه ځي. ایا دا ممکنه ده او یا دا غوره لار ده؟

که طالبان وایي چې مونږ په زور قدرت نیولې او نور څوک حق نه لري، خو دا هم واضحه خبره ده چې په زور کلي نه کیږي، د نفې او انحصار د قدرت سیاست نتیجه نه ورکوي او دوام نشي کولې. که دوام یې کولې شولې نو دوی ته به وار نه رسیده. د خپلې اولې دورې نه دې عبرت واخلي چې په افغانستان او پاکستان کې دوی د څه ډول ستونځو سره مخامخ شول. د طالبانو د تیرو پنځو کلونو د حکومتولې له امله افغانان د رواني، بشري او فزیکي نا امنیو سره مخامخ دي. هم د خپل ولس او هم دنیا سره په سړه او توده جګړه کې ښکیل دي.  که په همدې شکل چې دوی روان دي او د دوی حکومتولي دوام وکړي، وضعیت به یې د دې نه هم بدتر حالت ته رسیږي.

پدیتوګه هم د بحران په وخت کې او هم د هر بحران نه وروسته،‌ سړه سینه، فکر او سوچ اړین دی چې څنګه افغانستان د بحرانه نه ووځي، د بحران په وخت کې څه اشتباوې شوي چې هغه اصلاح او څنګه د راتلونکو بحرانونو مخه ونیول شي. دلته د مسایلو تاید او نه تاید، د کوم ډلې او شخص تاید نه دی بلکې څنګه د بحران نه ووځو او اولویت باید څه وي؟

زما په اند او تجربه، د افغانستان د حالاتو  په هکله درې مسلې ډیرې واضحه دي چې جنګ د مسایلو د حل لار نه ده او د سختو جنګونو او مخالفتونو نه وروسته به هم خبرو ته کینې. دویم، د نفې او انحصار د قدرت سیاست د یو شخص، یوې ډلې او یا د یوې حلقې لخوا نتیجه نه ورکوي. درېیم، د دغه دواړو اهدافو لپاره یوازې افغانان باید پخپله ابتکار وکړي او زمینه ورته مساعده کړي. نه د ګاونډیانو او یا د نورو هیوادونو مداخلې څه ګټه لري او نه د هغوي حمایت او مداخلو ګټه درلودلې ده. که ګټه یې درلودلې وې،  افغانستان به په اوسني حالت کې نه وي ځکه هر هیواد د خپلو ګټو د خوندي کولو پورې حمایت کوي او چې ګټې ختمې شولې، نو خپله بستره باروي. باید د تیرو ناکامو تجربو نه ټول عبرت واخلي. په حال او راتلونکې فکر وکړي.

له بده مرغه د مریض افغانستان جسد د ترېیاژ په مرحله کې د عملیاتخانې په خونه کې د عملیاتو لاندې دی. ځيني ورته توصیه کوي چې مزل او سپورت ښه شي او باید مزل وکړې. هغه بیچاره د ځایه پاڅیدلې نشي او دوی ورنه د مزل کولو توقع لري.

و ما علینا الا البلاغ المبین.

عاقبت بخیر

شاه محمود میاخیل

د سولې د ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...