Homeداسې هم شتهد مځکې د تودېدو په اړه د ملګروملتو تازه خبرداری

د مځکې د تودېدو په اړه د ملګروملتو تازه خبرداری

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) د هواپېژندنې نړیوال سازمان M O Wپه خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د مځکې د تودوخې د زیاتوالي چټکتیا او د تمې خلاف د قطبي کنګلونو د چټکې وېلې کېدا له امله، ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کې د نړۍ د تودوخې اوسط د ثبت شویو درجو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

دغه راپور، چې د بریتانیا د هواپېژندنې ادارې له لوري د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، اټکل کوي چې د مځکې د سطحې کلنۍ منځنۍ تودوخه به د ۱۸۵۰ او ۱۹۰۰ کلونو ترمنځ د صنعتي انقلاب د مخکینۍ دورې پرتله  د سانتي ګراد تر ۱.۳ تر ۱.۹ درجې پورې لوړه وي.

د بریتانیا د هواپېژندنې په دفتر کې متخصصې ملیسا سي بروک Melissa Seabrook رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «ډېرې روښانه نښې شته چې د مځکې تودوخه لا هم روانه ده او د نړۍ د منځنۍ تودوخې زیاتوالی دوام لري.»

د پاریس د تړون له مخې، چې ۱۱ کاله مخکې لاسلیک شو، هېوادونو ژمنه کړې وه چې د نړۍ د منځنۍ تودوخې د زیاتوالي مخه به د سانتي ګراد تر ۱.۵ درجې پورې محدوده ساتي.

خو د ملګرو ملتونو تازه راپور وايي، ډېر احتمال شته چې د مځکې د سطحې تودوخه په لنډمهاله توګه له همدې ۱.۵ درجې څخه واوړي، او ښايي دا حالت لږ تر لږه یو کال دوام وکړي او دا په راتلونکو څلورو کلونو کې رامنځته شي.

راپور دا هم اټکل کړی چې په همدې موده کې به د مځکې تودوخه لږ تر لږه د یوه کال لپاره د ۲۰۲۴ کال له اوسط تودوخې هم لوړه شي، هغه کال چې د نړۍ تر ټولو تود ثبت شوی کال بلل شوی و.

ملیسا سي‌بروک ټینګار کړی چې د ۱.۵ درجې حد په لنډمهاله ډول ماتېدل په دې معنا نه دی چې د پاریس اقلیمي تړون ناکام شوی، ځکه د تړون ارزونه د شلو کلونو د اوسط پر بنسټ کېږي، نه یوازې د یوه کال له مخې. خو هغې خبرداری ورکړی چې د هغو کلونو زیاتوالی چې پکې تودوخه له دې حده پورته ځي، د جدي اندېښنې وړ دی.

د راپور له مخې، ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کې د شمالي قطب تودوخه د ژمي پر مهال د نړۍ د منځنۍ کچې پرتله ۳.۵ برابره زیاته شي او د ۱۹۹۱ او ۲۰۲۰ کلونو د اوسط پرتله ۲.۸ د سانتي‌ګراد درجې لوړې کچې ته ورسېږي.

همداراز اټکل کېږي چې د قطبي سیمو سمندري یخونه، په ځانګړي ډول د بارېنتز، برېنګ او اوخوتسک سمندرونو کنګلونه، به د کب او وري له میاشتو راهیسې په چټکۍ وېلې کېدل پیل کړي.

ملیسا سی‌بروک ویلي، د قطبونو تودېدا د اقلیمي سیستمونو نظم ګډوډولی او په ځانګړي ډول په شمالي نیم‌کره کې د سختو اقلیمي پېښو لامل کېدای شي.

دې څېړونکې زیاته کړې چې د روان ژمي لپاره د ایل نینو یوه پیاوړې پدیده هم اټکل شوې، چې ښايي تر راتلونکي میلادي کال پورې دوام وکړي او د ارام سمندر د اوبو د تودېدو له لارې د نړۍ د تودوخې په زیاتوالي کې رول ولوبوي.

ایل نینیو هغه اقلیمي پدیده ده چې د ۹ تر ۱۲ میاشتو په دورو کې د ارام سمندر د مرکزي او ختیځو برخو د سطحې اوبه تودوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...