تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) کابل ښاروالي اعلان کړی چې د عرفې ورځې او د لوی اختر د درېیو ورځو په ترڅ کې یې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه ټولټال ۴ زره او ۶۵۳ ټنه کثافات او اضافي مواد راټول او لېږدولي دي.
د ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه کثافات د تنظیف کارکوونکو او د پاکۍ د موټرو له خوا راټول شوي او د ګزک د کثافاتو د دفعې سیمې ته انتقال شوي دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د عرفې په ورځ ۱,۳۴۷ ټنه، د اختر په لومړۍ ورځ ۱,۱۵۷ ټنه، په دوهمه ورځ ۱,۲۹۵ ټنه او په درېیمه ورځ ۸۵۴ ټنه کثافات راټول شوي دي.
کابل ښاروالي د ښار له اوسېدونکو څخه د پاکۍ په ساتنه کې د همکارۍ له امله مننه کړې او له خلکو یې غوښتي چې د ښار د پاک ساتلو او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.