Homeخبرونهراواه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري‌ او خپلسرې نیونې ودروي

راواه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري‌ او خپلسرې نیونې ودروي

تاند (چهارشنبه د غوئي – ثور ۲مه) د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې، د افغان کډوالو جبري اېستل، نیول او ځورول دې سملاسي ودروي.

راواه پر اړوندو ادارو هم غږ کړی، چې د کډوالو د ژغورنې لپاره عملي اقدامات وکړي.

خبرپاڼه کې یاد بنسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د خبریالانو، مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو او پخوانیو سرتېرو د کړکېچن وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په یوه اته ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې یې له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو هر ډول جبري اېستنې، نیونې او ځورونې ودروي.

سرچینې زیاته کړې چې، د پاکستان حکومت دې ټولو کډوالو ته د لنډمهاله قانوني استوګنې اجازه ورکړي او یا دې د اوسېدو د اسنادو نېټې وغځوي.

راواه دغه راز ویلي چې، له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره باید په درېیمو هېوادونو کې د مېشتېدو خوندي لارې چارې برابرې شي.

د یاد بنسټ په پرېکړه‌لیک کې د خبریالانو، فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او پخوانیو سرتېرو د خوندیتوب غوښتنه هم شوې ده.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې، په پاکستان کې یو ځل بیا کډوال له سختو ستونزو او د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...