تاند (چهارشنبه د غوئي – ثور ۲مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د هند سفارت له سرپرست کرن یادوف سره د افغانستان او هند د دوه اړخیزه سوداګریزو اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دواړو لورو پرون سه شنبه د یوې ناستې پر مهال د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د افغان- هندي پانګوالو د ګډې پانګونې، د سوداګریزو خنډونو لرې کولو، د کابل او نوي ډهلي د سوداګرۍ د پراختیا او د بدیلو ټرانزیټي لارو جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې د یادوف له قوله ویلي چې،هیواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی.
هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ته بلنه هم ورکړې چې، د کابل او نوي ډهلي د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په موخه هند ته سفر وکړي.